کابل: د ژليو د اورېدو له امله کروندګرو ته دروند زيان اوښتی

کابل: د ژليو د اورېدو له امله کروندګرو ته دروند زيان اوښتی

په تېرو څو ورځو کې د سختې ږلۍ اورېدو له امله د کابل په شمالي ولسوالیو کې کرکېلې په ځانګړې توګه د انګورو بڼونو ته سخت زیان رسېدلی دی.

د کابل په فرزې ولسوالۍ کې ځینې بزګر وايي غوښتل یې چې په همدغو ورځو کې د خپلو انګورو حاصلات وپلوري، خو د شنبې په ورځ د ږلۍ او باران اورښت ټول دغه حاصلات له ‎منځه یوړل.

له بلخوا په سالنګونو کې تر ۷۵ ساتني متره واورې د اورېدو رپوټونه ورکړل شوي دي، د دغو واورو اورېدو د خلکو د تګ راتګ په وړاندې ستونزې راولاړې کړې دي.

 




t