پرانیتا سوبهاش: ”اجی دیوګن یو منظم او اصولي اداکار دی‟

پرانیتا سوبهاش: ”اجی دیوګن یو منظم او اصولي اداکار دی‟

د جنوبي هندوستان سېنمايي ستورې پرانیتا سوبهاش د بالیووډ د نوموتي او با تجربه سېنمایی ستوری اجی دیوګن د شخصیت په اړه ږغیدلې ده او هغه يي یو پر اصولو برابر سېنمايي ستوری یاد کړي دي. نوموړې د اجی دیوګن په را روان فلم (بهوج) کي لوبیدلې ده.

د جنوبي هندوستان یادي ښکلې سېنمايي ستورې د اجی دیوګن د شخصیت په اړه ویلي دي:(( اجی دیوګن صاحب ډير پر اصولو ولاړ شخص دي. هغه ډیر طبیعي عمل کوي. هر کله چي د فلم ډایریګټر اکشن وايي، هغه سمدستي خپل رول اجراء کوي او څرنګه چي ډایریکټر ووایي کټ، هغه هم خپل رول ودروي. ))

هغې زیاته کړې: (( له اجی صاحب څخه مي دير څه زده کړه او دير د خوشحالي احساس کوم، چي په خپل لومړنۍ هندي فلم کي له اجي صاحب سره لوبیږم.))

د اجی دیوگن په بهوج فلم کي د جنوبي انډیا یوه ستورې هم لوبیږي

پاته دي نه وي، چي اجی دیوګن یو له ډير اخلاقمندو او ډیر مهربانه سېنمايي ستورو څخه دي او په بالیووډ کي خاص شهرت لري او همداراز پرانیتا سوبهاش هم د جنوبي هندوستان یو تکړه سېنمايي ستورې ده او هغه د (Porki Saguni and ، Dynamite) فلمونو کي د ښې کارګردکي له امله شهرت موندلی دی. د دوې دواړه یاد فلم به د ۲۰۲۰م کال د اګسټ پر ۱۴ تاریخ نندارې ته واندې سي.



بالیووډ، تامیل فلمي نړۍ
t