فشار – حکیم بشارت

فشار – حکیم بشارت

درملتون ته يو کمزورى عمر خوړلى بوډا راننوت، سترګو يې سم ديد نه کاوه ، لاسونه يې رېږدېدل، د موښلو جامو پر سر يې واسکټ او پر هغه يې بيا يوه ډبله کورتۍ اغوستې وه، درملتون والا ته يې وويل: فشار مې وګوره سر مې ګرځي.
هغه د فشار اله راواخيسته، مټه يې پرې لوڅه کړه فشار يې ورته وکوت.
سپين ږيري پوښتنه وکړه څنګه ده فشار مې؟
درملتون والا ورته وويل: فشار دې يوڅه لوړ دى، دغه ګولۍ وخوره انشاالله ښه کېږې، خو تشويش مه کوه، ځکه دا ستا فشار د تشويش له امله پورته شوى.
سپين ږيري لومړى يو سوړ اسوېلى وايست بيا يې خوله خلاصه کړه: زه د فلاني ولايت اوسېدونکى يم، يواځې يو زوى لرم، ميرمن مې مړه شوې، يوه مياشت کيږي زوى ته مې په قرض او وام واده وکړ، ما ويل چې ډوډۍ به مې توده شي او د خدمت به مې څوک پيدا شي، خو په دا يوه مياشت کې مې زوى له واده سره په چپه اړخ شوى او دوه ځلې يې وهلى يم، بيا يې پرمخ د وهلو داغونه درملتون والا ته وښودل او سترګې يې له اوښکو ډکې او پر همدې داغونو راماتې شوې، بې اختياره سلګيو پسې واخيست، لږ شېبه وروسته يې د لونګۍ په څېرې شوې شمله اوښکې پاکې کړې، بيا يې کيسې ته دوام ورکړ:
دا خو خير زړه مې دلته درد وکوي چې څو ورځې مخکې ناروغ شوم، زوى مې راته وويل چې راځه کابل ته دې د درملنې لپاره بوځم، تر اوږده مزل وروسته يې کابل ته راوستم ، په يوه ځاى کې يې کېنولم يواځې يې دومره راته وويل چې نور ته پوهيږې او ژوند دې نور هيڅکله ما ياد نه کړې، له دې خبرې سره بيا په ژړا شو او په ژړا کې يې درملتون ولا ته وويل: اوس ته ووايه چې زه به څنګه تشويش نه کوم او څنګه به مې فشار نه لوړيږي، دا ژوند دى چې په ما تېريږي، مور او پلار اولاد د کومې ورځې لپاره غواړي او د زړه وينې ورسره خوري؟
لږ شېبه وروسته سپين ږيرى له ځايه پورته شو او يواځې يې دومره وويل: ايله مې نن سهار د خپل ولايت د موټرو اډه پيدا کړه چې بېرته خپل کلي ته لاړشم که بيا مړ هم شم پروا نه کوي خپل کلي کې خو به وم ، نه په دې بې رحمه، وږي او بې پوښتنې ښار کې، دغه سپين ږيرى د فشار ګوليو ته په ځېر ځېر کتو په بې شومې قدمونو له درملتون څخه ووت او کلي ته د رسېدو په ارمان يې مزل پيل کړ.



ادب حکیم فشار
t