لغمان: له یو شمیر کورنیو سره ۳ میلونه افغانیو نغدي مرسته وشوه

لغمان: له یو شمیر کورنیو سره ۳ میلونه افغانیو نغدي مرسته وشوه

د افغان اجرایه ریاست له لوري د لغمان په مرکز او ولسوالیو کې د ورستیو پېښو پرمهال د شهیدانو او ټپیانو له کورنیو سره د څه باندې درې میلیونه افغانیو نغدي مرسته ترسره شوه.

د یاد ولایت د رسنیو دفتر وايي، د دغې مرستې ویش د لغمان والي محمد اصف ننګ، مرستیال والي الحاج شهزاده مظلوم یار او د اجرایه رئیس سلاکار عبدالرشید مخلص له لوري ترسره شو.

د اجرایه رئیس سلاکار عبدالرشید مخلص د معلوماتو له مخې چې دوی ته د لغمان ولایتي ادارې له لوري د یو شمېر پېښو پرمهال هغه لېستونه رسیدلي و، چې ځیني کسان شهیدان او یو شمېر نور یې ټپیان شوي وو.

هغه وایي:

«د اجرایه ریاست له لوري نن د بېلا بېلو پېښو د ۱۸ شهیدانو او ۲۹ ټپیانو د کورنيو سره نغدي مرستې ترسره شوې.»

په دې مرستو کې د هر شهید له کورنۍ سره یولک او له هر ټپي سره پنځوس زره افغانۍ مرسته ترسره شوه.

د اجرایه ریاست سلاکار دغه راز زیاتوي، چې د ټولو شهیدانو او ټپیانو له کورنیو سره به نورې مرستې هم ترسره شي.

د لغمان والي ښاغلي محمد اصف ننګ له اجرایه ریاست مننه وکړه چې د دې ولایت د یو شمېر شهیدانو او ټپیانو له کورنیو سره د نغدي مرستې په ترسره کېدو کې یې ځنډ ونه کړ.

ښاغلي ننګ وویل، حکومت تل هڅه کړې چې د ټولو شهیدانو کورنیو او ټپیانو ته رسیدګي وکړي او دا لړۍ به همداسې روانه وي.

ده د سولې په برخه کې د ولس د همکارۍ غوښتنه وکړه او د جګړې په زیانونو یې هم خبرې وکړې.

دلغمان والي زیاته کړه؛ افغان ځواکونه په ټولو عملیاتو او کړنو کې په پوره دقت سره مخته ځي ترڅو ولس زیانمن نشي، خو ولې د افغانستان د خاورې دښمنانو تل له ملکي وګړو او د دوی له کورنو څخه د سپر استفاده کړې.

ښاغلي ننګ دغه راز د شهیدانو کورنیو او ټپیانو ته ډاډ ورکړ چې له دوی سره به په راتلونکي کې دې ته ورته نورې مرستې هم ترسره شي.



اجرایه ریاست لغمان مرسته
t