غزني کې د یو ښوونځي د جوړېدو چارې پیل شوې

غزني کې د یو ښوونځي د جوړېدو چارې پیل شوې

د غزني ولایت د مرکز اړوند د خاک غریبان ولی عصر د الحاقیه ښوونځي د بنسټ ډبره د پوهني ریاست د تدریسي مرستیالي له لوري د ولایتي شورا د استاذو، دولتي چارواکو، قومي مشرانو، د معارف د شورا غړو، او د یاد ښوونځي د مسولینو په شتون کې د ځانګړو مراسیمو په ترڅ کې کیښودل شوه ،او د ودانۍ د رغولو چاري یي پیل شوي.

د یاد ښوونځي تعمیر په پاخه او اساسي ډول د ۶ میاشتو په موده کې د (۸، ۵ ) میلونو افغانیو په لګښت د پوهنې وزارت د پر مختایی بودجی څخه د اقرا برنامي په چوکات کې جوړیږي ، چې ۱۲ درسي ټولګي ، ۲ اداري خونې، ، د څښاک د اوبو سیستم، ۵ تشنابونو او نوري ښوونیزي اړتیاوی به ولري ، چې له کبله به یي د خاک غریبان د الحاقیه ښوونځي د (۸۰۰) تنه زده کوونکو د درسي ټولګیو د کمبود او د څښاک د او بو ستونزه حل او د ښوونځي له نوي تعمیر څخه به برخمن شي.

د یو بل خبر له مخي په غزني ولایت کې دیوار مینګ (د کلمودچنجیو محوه) پروګرام پرانستل شو!
یاد پروګرام د غزنی ولایت د مرکز اړوند د جهان ملکي په عالي لیسه کې د ځانګړو مراسیمو په ترڅ کې د پوهنې ریاست د تدریسي مرستیالي او د عامي روغتیا د رئیس ډاکتر ظاهرشاه نیکمل له لوري څوتنه زده کوونکو ته د البندازول ټابلیټ په ورکړي سره پیل شو.

په یاد پروګرام کې د معارف تدریسي مرستیالي او د عامي روغتیا رئیس د یاد ټابلیټ اهمیت او ګټي ته په کتوسره له هر اړخیزو څرګندونو وروسته د زده کوونکو کورنیو ته ډاډ ورکړ چې یادي ګولۍ د عامي روغتیا وزارت له لوري چیک او د پوهنې وزارت ته سپارلي دې چې هیڅ نوعه جانبي عوارض نلري همدا راز له هغو یي وغوښتل تر څو د زده کوونکو د روغتیا ساتني ته بشپړه توجه وکړي او د یاد ټابلیټ په برخه کې له زده کوونکو سره له کوم شک او تر دیده پرته همکاري وکړئ او خپل ماشومان دي ته چمتو کړي ترڅو یاد ټابلټ په صحي توګه استفاده کړي.




t