سوریه

سوریه

د دغه هېواد ۲۰ سلنه خلک د کرنې په سکټور کې پر کار بوخت دي او د هېواد ۱۸ سلنه ناخالص کورني تولیدات له همدې سکټور څخه لاس ته راځي.

حشمت الله نوري

سوریه د آسیا په جنوب لوېدیځ کې د مدیترانې په وروستۍ ختیځه څنډه کې د منځني ختیځ او د عربي منځني ختیځ د هېوادونو په ډله کې د شمالي عرض البلدونو د ۳۲ او ۳۷ درجو او د ختیځ طول البلدونو د ۳۶ او ۴۲ درجو په مینځ کې موقعیت لري، چې پراخوالی یې ۷۱۴۹۸ میل مربع ته رسېږي او له دې پلوه د نړۍ ۸۳یم لوی هېواد بلل کېږي.

د سوریې شمال ته ترکیه، جنوب ته عراق، ختیځ ته عراق او لوېدیځ ته اسراییل، لبنان او د مدیترانې سمندرګی پروت دی.

د دغه هېواد د لوېدیځو سیمو هوا مدیترانه‌یي او د ختیځو برخو هوا یې دښتي او ډېره توده ده. د سوریې په ختیځو سیمو کې کلنی اورښت ۱۰ انچه او په ساحلي برخو کې ۳۰ انچه ثبت شوی دی.

د دغه هېواد پلازمېنه د دمشق ښار دی او ټولټال یې نفوس څه کم ۱۹ میلیونو کسانو ته رسېږي، چې په هر کیلومتر مربع سیمه کې یې ۱۲۱ کسان ژوند کوي. د دغه هېواد د قانون له مخې، هره کورنۍ په ټول عمر کې یوازې د دریو ماشومانو د درلودو حق لري.

سوریه د اداري وېش له پلوه پر ۱۴ ولایتونو وېشل شوې ده.  سویدا، درعا، الیپو، حلب، لتاکیه، حمص، حماه او خان شامات د دغه هېواد مهم ښارونه دي.

د سوریې د حکومت ډول جمهوري دی، د دغه هېواد اساسي قانون د ۱۹۷۳ ز کال د مارچ په ۱۳مه تصویب شوی دی، په ۲۰۰۰ ز کال کې په دغه اساسي قانون کې لږ بدلونونه راغلل، چې د ولسمشر عمر له ۴۰ څخه ۳۵ ته تیټ او په دې توګه واکمن ولسمشر ته د دویم ځلې کاندیدۍ حق ورکړل شو. د سوریې اوسنی ولسمشر بشارالاسد او لومړی وزیر یې عماد محمد خمیس دی.

د سوریې ولسمشر د خلکو په خوښه د اوو کلونو لپاره ټاکل کیږي. په سوریه کې د ولسمشر مرستیالان، لومړی وزیر، د لومړي وزیر مرستیالان او د کابینې غړي ټول د ولسمشر لخوا ټاکل کیږي.

د سوریې ملي شورا یوه جرګه لري چې ۲۵۰ تنه یې د خلکو په خوښه د څلورو کلونو لپاره ټاکل کیږي. له دې ۲۵۰ کسانو ۱۲۷ استازي په کارګرانو، بزګرانو او دولتي مامورینو او ۱۲۳ د ټولنې په نورو اقشارو لکه سوداګرو، د صنایعو خاوندانو او ډاکترانو پورې اړه لري. په سوریه کې د رایې ورکولو سن ۱۸ کاله او رایه ورکول پکې عمومي دي.

د سوریې حقوقي نظام د اسلام پر قوانینو او مدني قانون ولاړ دی، په دغه هېواد کې ولسمشر د قضا د عالي شورا مشر او د عدلیې وزیر او لوی څارنوال هم وي، که څه هم د سوریې اساسي قانون قضایه قوه خپلواکه بولي، خو د قضا د عالي شورا د مشر په توګه د ولسمشر شته والی، دا خپلواکي تر پوښتنې لاندې راولي.

د سوریې د قضایي نظام په سر کې د قانون جوړولو عالي محکمه ځای لري، چې قاضي یې د څلورو کلونو لپاره د ولسمشر لخوا ټاکل کیږي. دغه هېواد د قضا عالي شورا د تمیز، عالي محکمه او د دولتي امنیت محکمه لري.

ملي مترقي ګوند، د بعثت ګوند، د سوریې عربي سوسیالیستي ګوند  او د سوریې کمونیست ګوند د دغه هېواد مهم او نفوذ لرونکي ګوندونه دي.

سوریې د ۱۹۴۶ ز کال د اپریل په ۱۷مه له فرانسې څخه خپلواکي واخیسته او اوس هر کال همدا ورځ د خپلواکۍ د ورځې په نوم پکې نمانځل کېږي.

 د سوریې د صنعتي کیدلو لپاره د دغه هېواد د دولت له پرله پسې هڅو سره سره، اوس هم دا یو کرنیز هېواد دی. په ۱۹۷۰ ز کال کې د سوریې د اوبو بندونو نیم میلیارد مکعب متر ظرفیت درلود، په داسې حال کې چې دا شمېر په ۲۰۰۷ ز کال کې ډېر لوړ و. د دغه هېواد دولت په دغه هېواد کې د اوبو د بندونو او د برېښنا د تولید په بنسټیزو پروژو کې ډېره پانګونه کړې ده. په ۲۰۰۰ ز کال کې بشارالاسد د خپل هېواد د ټولنیز اقتصادي پرمختګ پنځه کلن پلان وړاندې کړ، چې ځینې موخې یې دا وې: د پانګونې زیاتول، په بانکي سیسټم کې سمونه، د بورس بازار جوړېدل، د ټولنیز عدالت پیاوړي کول، د وزګارتیا کمول، د سوداګرۍ له نړیوالې اتحادیې سره یو ځای کیدل، د صادراتو هڅول او اداري اصلاحات.

د بشارالاسد په مشرۍ د سوریې نوې واکمنۍ هڅه وکړه چې غیر نفتي تولیدات زیات کړي، په ۲۰۰۲ ز کال کې دا رقم څه کم شپږ بلیون ډالرو ته لوړ شو او ۲۰۰۷ ز کال کې لسو بلیونو ته ورسېد.

د صنایعو سکټور د سوریې په اقتصاد کې ښه ونډه لري، د دغه هېواد ټوکران، جامې، خوراکي مواد او کیمیاوي توکي، د کورنیو اړتیاوو پر پوره کولو سربېره، عربي او اروپایي هېوادنو ته صادریږي. په دغه هېواد کې دروند صنعت، اوسپنه، پولاد او سیمنټ په دولت پورې اړه لري، څو منځنۍ او کوچنۍ فابریکې، د زیتون پروسس، ټوکران، تار، یخچال او نور د خصوصي سکټور اړوند دي.

لنډه دا چې کرنه اوس هم د سوریې د اقتصاد پیاوړی سکټور دی، صنعت پراختیا مومي، د اوبو ککړوالی ډېریږي، خصوصي پانګه اچونه، د کرنې انرژي او صادراتي سکټور عصري کولو ته لاره پرانیزي. که د مارکیټ او بیو ستونزې نه وي، د تېلو تولید او نړیوال مارکېټ ته د دغه هېواد د غیر نفتي سکټور د ننوتلو پروسه بریالۍ روانه ده. د سوریې د ګوتو په شمار اقتصادي بنسټونه، زاړه ټکنالوژیکي اساسات او د ښوونې او روزنې کمزوری سیسټم دغه هېواد ته د راتلونکو اقتصادي ټکانونو په وجه زیان رسولی شي.

اوسپنه، پولاد، د تېلو ایستل او چاڼ، ټوکران، جامې، خوراکي توکي، ګوګړ، سیمنټ، سرامیک، صابون، چرمي شیان، بوټان، پلاستیک، د فاسفیټو ایستل او پروسس، تنباکو، د کوچنیو موټرونو مونتاژ، لاسي صنعت او نور د دغه هېواد مهم صنعتي فکټورونه دي.

د سوریې ۲۶ سلنه ځمکه د کرلو وړ ده، ۴۳ سلنه خاوره یې څړځایونو او پاتې نوره یې ځنګلونو، غرونو، دښتو، سیندونو، ښارونو او د استوګنې کلیوالو سیمو نیولې ده. د دغه هېواد ۲۰ سلنه خلک د کرنې په سکټور کې پر کار بوخت دي او د هېواد ۱۸ سلنه ناخالص کورني تولیدات له همدې سکټور څخه لاس ته راځي.

 غنم، پنبه، وربشې، تنباکو، زیتون، چغندر، غوښه، شیدې، هګۍ، مېوې، سابه او لبنیات د دغه هېواد هم کرنیز محصولات بلل کیږي.

سوریه ۱۰۶ هوایي ډګرونه لري چې ۳۰ یې په پاخه او عصري ډول رغول شوي دي. د دغه هېواد د ټلیفون کود ۰۰۹۶۳ او د انټرنېټ کود یې SY دی، چې ټولتال یې پنځه میلیونه کسان لاسرسی ورته لري.

دغه هېواد دوه دولتي ټلویزیونونه لري چې په عربي ژبه ۲۴ ساعته خپرونې کوي او ترڅنګ یې پنځه راډیوګانې هم فعالیت کوي او د رسنیو خصوصي برخه یې د سیاسي خپرونو د خپرولو اجازه نه لري.

سوریه د سړي سرکلني عاید له پلوه، د آسیا او نړۍ له پرمختلونکو هېوادونو څخه شمېرل کیږي. په دغه هېواد کې له ۱۵ کلونو څخه پورته ۹۰ سلنه خلک پر لیک او لوست پوهیږي. په دغه هېواد کې زده کړه له ۶-۱۴کلنو ماشومانو او تنکیو ځوانانو لپاره وړیا او جبري ده.

له لرغونو پېړیو په سوریه کې لاندې سیمې حساب وې، اوسنۍ سوریه، اوسنۍ لبنان تر ۱۹۲۶ ز کال پورې او د اردن او فلسطین ځینې برخې د اسیا د لویې وچې ډېره پخوانۍ د استوګنې وړ سیمې بلل کیږي. له میلاد څخه ۳۰۰۰ کاله مخکې اموري سامي قوم په دغه سیمه کې داسې یو حکومت جوړ کړ، چې ۱۳۰۰ کاله یې دوام وکړ. له دوی وروسته، ارامي قوم د اموریانو ځای ونیو، له میلاد څخه ۱۳۰۰ کاله مخکې کنعانیان، ۹۰۰ کاله مخکې آوریان، ۶۰۰ کاله مخکې بابلیان، ۴۳۰ کاله مخکې فارسیان او لوی سکندر په دغه سیمه کې واک ته ورسېدل. کله چې مقدوني سکندر ومړ او د ده لویه امپراطوري وشنل شوه، سوریه د سلواکیانو لاس ته ورغله. کله چې رومي دولت پر ختیځو او لوېدیځو دولتونو ووېشل شو، سوریه د بیزانس یا د خیتځ روم په امپراطورۍ پورې وتړل شوه. په اوومه پېړۍ کې کله چې حضرت عمر فاروق د اسلام خلیفه و، سوریه یا شام د یرموک له جګړې وروسته چې رومیانو کلکه ماتې په کې وخوړه، د اسلامي پوځونو لاس ته ورغله. د حضرت عثمان د خلافت په وخت کې معاویه ابن ابوسفیان د شام یا سوریې د والي په توګه وټاکل شو، معاویه وروسته بیا د خپلې واکمنۍ په وخت کې سوریه د خپلې لویې اموي امپراطورۍ د مرکز په توګه وټاکله.

سوریه او افغانستان له ۱۹۵۰ ز کال څخه راپدېخوا سیاسي اړیکې لري. د هغه تړون له مخې چې د ۱۹۵۰ ز کال د اکټوبر په ۱۲مه د سوریې د لومړي وزیر ډاکتر ناظم القدوس او د افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر تر منځ لاسلیک شو، دواړو خواوو هوکړه وکړه چې په بغداد او تهران کې به د خپلو سفارتونو له لارې نااستوګنې سیاسي اړیکې ساتي.

په ۱۹۸۱ ز کال کې د اګست په ۲۹مه د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمد دوست دمشق ته ولاړ، دواړو هېوادونو یوه ګډه اعلامیه خپره کړه او په کابل او دمشق کې یې د خپلو سفارتونو د پرانیستلو تړون لاسلیک کړ. له دې پرېکړې وروسته افغانستان په دمشق کې خپل سفارت پرانیست.

له کابل څخه تر سوریې پورې د هوا له لارې فاصله ۲۶۳۴ کیلومتره او د کابل او دمشق ښارونو تر منځ د وخت توپیر ۱:۳۰ ساعته دی.



د هېواد پېژندنې لړۍ
t