جلال اباد: د ۲۰ ميليونه افغانيو په لګښت ګڼ شمېر پروژې پلې شوې

جلال اباد: د ۲۰ ميليونه افغانيو په لګښت ګڼ شمېر  پروژې پلې شوې

ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار پنځمه ناحيه کې د څه باندې شل ميليونه افغانيو په لګښت يو شمېر فرعي سړکونه، ويالې، پلچکونه او پلې لارې جوړې شوې.
د معلوماتو له مخې د جلا ل اباد ښاروالۍ پنځمې ناحيې اړوند ابو يوسف شورا له لوري د اتلس ميليونه، اووسوه شپيته زره افغانيو په مالي لګښت څلور زره نهه سوه متره فرعي سړکونه او دوه سوه څوارلس میتره پلې لارې ورغول شوې.
په ورته وخت کې د يادې ناحيې د وحدت اسلامي شورا له لوري د څه باندې يو ميليون او دوه سوه پنځوس زره افغانيو په لګښت څوارلس سوه څلور څلويښت متره فرعي سړکونه، دوه زره اووه سوه پنځه پنځوس متره پلې لارې، درې سوه دوه ديرش متره ويالې او څوارلس پلچکونه تر جوړيدو وروسته ګټې اخيستنې ته وسپارل شول.
د جلال اباد ښاروالۍ مسئولينو معلوماتو له مخې له دغه تطبيق شويو پروژو څخه به زرګونه کورنۍ په مستقيم او غير مستقيم ډول ګټه پورته کړي.




t