ځينې يادښتونه! وږمه سبا عامر

ځينې يادښتونه! وږمه سبا عامر

سهار وختي پاڅيدمه، خو نن دسهار لمونځ راڅخه قضا شوی، ځکه چې تيره شپه مې آرامه خوب ونکړ، تر ډيره وخته پورې مې کابل د پلار کور، ګاونډيان او د واصل اباد وړې وړې کوڅې په ذهن باندې راوريدې.
د وريندارې خبرې به را په زړه شوې څه موده مخکې کې يې د ټيليفون له لارې راته ویلي وو:
اوس مه راځه د کابل امنيت ښه نه دی تر انتخاباتو او يا د طالبانو سره تر سولې وروسته راشه.
ښه سوله به راځي نه راځي؟ مساپري سمه اوږده شوه. همدې ګډمرغو سوچونو خوب يې زما له سترګو وتښتاوه، کټ مټ لکه د پيغلتوب په وخت کې به مو تر نيموو شپو همدا سوچونه کول. که عسکر ياصاحب منصب ته مو پلار ورکړي ځکه اکثريت طلبګاران به یا د عسکر کورنۍ وه او ياهم صاحب منصب، بیا به يې مجاهد وژني او که مجاهد سره واده وکړم بيا به ولاکه د مکتب مخ هم ووينم، د مجاهد او د عسکر او ….. ويره مې په زړه کې هله پيدا شوه، چې يوه ټولګيواله مې د وردګو وه هغه يې پلار يوه مجاهد ته ورکړه.
هغه خپه وه، ځکه چې هغې د ډاکترۍ خوبونه ليدل، خو څو مياشتې وروسته يې واده و بس د ارمانونو جنازه يې پورته کړې وه زړګی يې صبر شوی و.
لږ لږ راسره ملګرې وه، يوه ورځ يې راته کيسه کوله چې د وړي په رخصتيو کې د مور سره وردګو ته تللې وه، څو تنو مجاهدو دعسکرو له ويرې ځانونه د دې دنيکه په باغچه کې پټ کړي وو، خو دا بې خبره د ماما د لور سره د توتو ټولو لپاره باغچې ته ورغلې وه. بس د مجاهدین يو قوماندان ورباندې مئین شوی وو او د ماما لور يې خپل ورور ته خوښه کړې وه.
راته ويلي:
_ هر وخت به يې زما پلار ته احوالونه راليږل څې يابه لور راکوې اويابه دې ترور وو، بس پلار مې مجبور شو.
د واده په ورځ يې ورنغلم مور مې راته وويل:
_لاړه نشې کوم قوماندان به په تا مئین شي، دوی خو په وړو او زړو پسې نه ګرځي .
انسان هم عجيبه ذهن لري، تير يادونه لکه د تيرې ورځې په شان مخې ته دې ودروي.
دشپې له خوا د ماشومانو د خوب د کوټو او د خپل د خوب د کوټې دروازې نه بندوم، ځکه جينکۍ او هلک کله کله ديشپې چې کوم ويرونکی خوب وويني نو رامنډه کړي، جينکۍ راته وايي چې دم مو کړه آيت الکرسي شريف ووايه او هلک بيا وايي زه تاسره لولو کيږم.
بس دوی ويده وو د خطر د زنګ کوډ نمبر مې وواهه ځکه لاندې منزل ته کوزيدمه، دا خدای وهلی د خطر زنګ چې لاندې منزل ته مازې ور داخل شې داسې چيغې وهي ټول کلی په سر اخلي، کله کله عامر ته وايم کاشکې دې ګډمړي ماشین د غل او د کور د څښتن توپیر يې کولی شوای.
لاندې راغلمه اودس مې وکړ د قضايي لمونځ لپاره خو تر لمانځه مخکې مې اوړه لامده کړل ځکه د عامر د اونۍ د رخصتۍ ورځې دي نو خامخا رانه کورنۍ پېښورۍ پراټې به غواړي.
دې وخت کې بڼکه مې تر خوا ودريده په مخ يې ورو ښکل کړمه سلام يې وکړ رانه يې وپوښتل څه مرسته درسره کولی شم.
ما وويل مننه اوس کينه بيا وروسته، په دې وخت کې ډرام ډرام په منډه منډه پاڼه راکوزه شوه زوروره غيږه يې راکړه په تندي يې ښکل کړمه او غرځ لاړه په کوچ باندې يې کېناسته د خپل موبايل په کتو شوه، بڼکې په سترګو کې راته کتل موسکۍ شوه، پاڼې شوخې سترګې راواړولې راته يې وويل : څه پخه کوې؟
_ mama hungry
_ بيا انګريزي ګډه شوه ووايه وږې يم
_ come on mama
بڼکې د صالون پرده روښانه کړه د لمر وړانګې د صالون په سرو غاليو ولویدې د باغچې د تازه شنو وښو زړه ته سکون راکړ.
غوښتل مې قضايي لمونځ وګرځوم چې پاڼې له شا له خواه غيږه راچارپيره کړه راته يې وويل ته سوچ مه کوه زه پښتو سمه زده کومه، خو څه وخت کابل ته ځوو؟
ورغبرګه مې کړه هله ځو چې ماغوندې پښتو ووايې، بې اختیاره يې د خوشحالۍ چيغه يې له خولې راووته. شاله په ځان ډيره باوري ده او کابل تګ ورته لنډ ښکاره شو.
د اګسټ اته ويشتمه
۲۰۱۹ پراګ




t