یار مې هندو زه مسلمانه! نجیب منلی

یار مې هندو زه مسلمانه! نجیب منلی

بیاهم د ژباړې د ضرورت په اړه: استاد شپون ویلي وو چې د شعر ژباړه داسې ده لکه درمسال ته خټې. زما په ځواب کې هڅه شوې ده چې د ژباړې اساسي ستونزې په ګوته شي.

یار مې هندو زه مسلمانه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د استاد شپانه هره خبره د کاڼي کرښه ده. د کاڼي کرښه وایم، هر لوستونکی په دې باور دی چې زما مقصد یو تلپاتې اثر دی. خو دا د کاڼي کرښه دومره ساده هم نه ده : که پر کاڼي کښل شوې کرښه وي باید دا هم و ګورو چې دا کرښه د پولادو په قلم ایستل شوې او که په اومه خاوره. که مقصد دا وي چې کرښه د کاڼي په برکت کښل شوې نو بیا باید دې ته هم پام وکړو چې دا کاڼی د ننګرهار په اوړي کې د یخ جوړولو له فابریکې په راوتلې د کنګل پر کوندې ښوی تېر شوی او که د مرمرو پر صیقل شوې تخته چا د زړه له خلاصه پر کاڼي زور اچولی او کرښه یې جوړه کړې ده؟ یو کاڼی، یوه کرښه خو ګڼ متضاد مفاهیم.
که د منطق ملایان وپوښتې نو درته به ووایي چې وینا د انسانانو ترمنځ د تفاهم وسیله ده یانې د خبرو په مرسته دوه انسانان کولای شي چې د یوه خارجي عیني واقعیت په هکله یو ډول توافق ته سره ورسي. زه د کاڼي کرښه وایم او تا ته یو پایېدونکی اثر تداعي کېږي ځکه چې تا ته د نیګړې دنیاګۍ پوره پوره غمونه پراته دي او دا به دې په خیال کې هم نه وي ګرزېدلي چې ، یو ماوارو وزګار به راځي، په سره اوړي کې به ځان د جلال اباد ګرمۍ ته رسوي، کاڼی به را اخلي او د کنګل پر تخته به کرښې جوړوي. یا به ځي چېرته به لمده لوټه پیدا کوي او د ګټې پر مخ به رسامي کوي چې د لمر وړانګې یا د باد څپې د کاڼي کرښه ړنګه کړي. او دا ټول صرف د دې له پاره چې د پښتو له یوې معروفې اصطلاح څخه ستا منل شوی برداشت ناسم وښیي!
که د فزیکي واقعیتونو له تعبیره او په دې برخه کې له مصنوعي ستونزو ورتېر شو، د یوې ژبې د ویونکو په عادي ژوند کې هم د خبرو په مرسته ځان یو د بل له احساساتو خبرول داسې اسانه خبره هم نه ده. هغه څو په شمار ټولنې چې خپلو ژبو ته یې اصول ټاکلي او بیا د ژبې ټولو ویونکو یا په زور، یا په خوښه منلي، یو معیار یې جوړ کړی دی او د هغه پر بنسټ د سم او نا سم توپیر سره کوي، د نړۍ اکثره ژبې دغه ډول وسایل نه لري. هلته د سم او نا سم، د کره او ناکر ه پر سر جنجال پای ته د رسېدو نه دی. خو کاش چې د د وګړو تر منځ د پوهاوي ستونزه یوازې د ژبې د لغاتو پورې تړلې وای، تر دې لا ګرانه فرهنګي ستونزه ده. په لومړي او سطحي نظر خو فرهنګ د دوو بېلابېلو ټولنو تر منځ یو ناڅرګنده غوندې کرښه وکاږي خو په یوه ټولنه کې چې په یوه ژبه خبرې کوي، په یوه جغرافیایي چاپېریال کې ژوند کوي، سره ګډ تاریخ لري بیا هم دغه ټولنه په وړو وړو ټولنو وېشل کېږي. د سیمو بېلښت، د اقتصادي اړیکو توپیر، د تعلیم منځنۍ کچه او په سلګونو نور داسې عوامل شته چې په یوه ژبني چاپېریال کې د انسانانو ترمنځ سم، پوره او بې خطره پوهاوی د امکان له ساحې څخه وباسي.
نو که پر واقعیتونو سترګې پټې نه کړو باید دا ومنو چې دوه انسانان، که هر څومره نېژدې هم وي، سل په سلو کې تفاهم نه شي درلودلای. خو، پوره یو خدای دی، د بشر په دنیا کې د سل په سلو کې مفهوم تر ډېره حده نسبي مفهوم دی، همدا چې دوه کسه سره ګوري، په یوه ګډه فزیکي فضا کې سره ګډ امکانات کاروي او یو بل سره نه وهي د تفاهم کافی حد دی.
که چېرته د دغو دوو کسانو تر منځ ژبه بېله شي نو بیا ترې هغه د دري د کلاسیک ادب د «انګور – عنب – اوزوم» کیسه جوړېږي چې ټول یو شی غواړي خو فکر کوي چې هغه بل یې په لار کې خنډ دی. په دې شرایطو کې بیا داسې یو منځګړي ته اړتیا پیدا کېږي چې د معضلې له ټولو اړخونو سره ګډ ټکي و لري، د یوه پیغام بل ته ورسوي او د دغو دوو پیغام بیا دریم ته ولېږدوي. دغه کس ژباړونکی دی.
وړاندې مو د یوې ژبې د ویونکو ترمنځ د پوره تفاهم د ناشونتیا خبره وکړه. ژباړونکی که هرڅومره تکړه هم وي، د خبرو موضوع که هرڅومره ساده او عیني واقعیتونو ته نېژدې هم وي خو هغه دوه تنه چې دی یې تر منځه لار جوړوي یو له بله سره دومره لېري دي چې ارومرو به د خبرو اترو د ماشین پرزو ته د شګې یوه دانه لار کوي او دا ماشین به له ستونزو سره مخ کوي.
اوس که د خبرو موضوع پېچلې شي، د خبرو د دواړو لوریو تر منځ جغرافیایي، تاریخي، فرهنګي، سیاسي بېلتونونه پراخه شي هماغومره د ژباړې کار ګرانېږي.
ايټالویانو ویلي دي چې Tradutore, traditore (ژباړونکی خاین دی). دا ځکه چې د ژباړې کار د یوې موضوع په اړه د یو انسان د برداشت په برخه کې د فرضیو جوړول (په مقصد پوهېدل) او د دې فرضیو له لارې د یو نوي برداشت (د ژباړن درک) دریم کس ته رسول دي چې هغه به په خپل وار د ژباړن فرضی دنیا ته د واقعیت په سترګه ګوري او خپل برداشت به ترې کوي. د دې له پاره چې د ناوړه پوهاوي مخه نیول شوې وي او د خبرو د دواړو اړخونو تر منځ اټکل شوې فاصله تر یو حده کمه شوې وي نو ژباړونکی په لوی لاس، خو له ښه نیته، هغه څه چې دی یې واقعیت ګڼي خو وېرېږي چې د دې واقعیت لېږد به د دوو تر منځ جنجال پیدا کړي، هغه سره اړوي، را اړوي او په بله بڼه یې بیانوي. د ژباړونکي خیانت اکثره د هغه د ښه سړیتوب او نېک نیت ښکارندویي کوي.
اوس که راشو د ادب ساحې ته نو د ژباړې کار نور هم پسې ستونزمن کېږي. که سړی په خپل ایمان ووېرېږي نو هېڅکله به د ادبي اثر ژباړې ته زړه ښه نه کړي. موږ پورته د عیني واقعیتونو د بیان ستونزه یاده کړه او څرګنده مو کړه چې په دغې، ظاهراً بې جنجاله، دنیا کې هم ژباړه لکه چې ښایي دقیقه نه وي. د ادب او هنر په برخه کې، چې ادیب او هنرمن د خپلې ژبې منل شوي دودونه ماتوي او د ښکلا د پنځولو له پاره د خپلې ژبې ویونکي له معنوي چلنج سره مخ کوي نو بیا دغه لوبه څنګه بلې ژبې، بل فرهنګ، بل مکان او بل زمان ته لېږدول کېدای شي؟ دا چاره عملاً نا ممکنه ده.
خو اوس به د انساني ژوند یو بل اړخ ته مخ ورواړوو : د یو انسان ژوند ډېر محدود دی، هغه نه شي کولای چې د زېږېدو له شېبې د مرګ تر لحظې هر څه په خپله و ازمېیي او بیا یې واخلي یا یې پرېږدي. انسان ټولنیز موجود دی، د خپلې ټولنې د نورو انسانانو، که هغه اوسني وي که پخواني، تجربې را اخلي او د مرګ تر پولې خپله لار وباسي. خو یوه ځانګړې ټولنه هم د بشري نوعې په تناسب محدوده ده او ټولنې هم باید یوه د بلې له تجربو څه زده کړي. ادبي او هنري تجربې د نورو تجربو په شان درواخله.
لکه د یوې ټولنې په منځ کې چې داسې شخصیتونو ته اړتیا شته چې کله کله ټولنیز منل شوي قوانین مات کړي، ځان بې لارې کړي، او د خپلې ټولنې نورو غړو ته، په شعوري ډول یا په غیر شعوري ډول، دا وښیي چې له پېژندل شوو لارو پرته نورې لارې هم شته همدغه راز د بېلابېلو ټولنو ترمنځ د نوو پلونو د تړلو له پاره داسې کسان ضرور دي چې ستونزې هېرې کړي او د ټولنو تر منځ د فکرونو او اندونو د لېږدولو هڅه وکړي. د ادب په ساحه کې ژباړن همدغه بې لارې شوی کس دی.
استاد شپون، د نورو ګڼو نقادانو په اقتدا، وایي چې فیتزجیرالډ خپل شعر د خیام په لاړو لوند کړی دی. په دې کې د شک ځای نه شته خو که د فیتزجېرالد همدغه د ښه نیت خیانت نه وای نو انګرېز لوستونکي به د منګي کړۍ د نګار په غاړه کې لاس سره ورته نه شوه لیدای. همدغه راز که نورو ژباړونکو د ادګار الن پو د شعر تقدس نه وای نه وای مات کړی نو د هغه کارغه به د کړکۍ شاته هماغسې کغېده او د دنیا نور وګړي به ترې بې خبره وو.
له یوې ژبې بلې ته د شعري او هنري تجربې لېږدول د خیانت تر ټولو لوړه پوړۍ ده. هغه څوک چې د یوې ژبې یو هنري اثر را اخلي او ادعا کوي چې په زور او زېر پرې پوه شوی دی د هغه په ریښتینولۍ کې شک دی. بیا هنرمن د خپلو فرهنګي شتمنیو په کارولو، د خپلې ژبې د لوستونکي له احساساتو سره لوبې کوي، که دا فرض هم کړو چې ژباړونکی د لومړي لوستونکي په صفت په دې هم پوهېدلی وي چې هنر من یې احساسات څرنګه تښنولي دي، هغه بیا په ځان کې دا متره نه شي لیدای چې د هماغو مفاهیمو په مرسته د یوې بلې ژبې د لوستونکي احساسات په هماغه ډول او په هماغه ساز سره وښوروي. ژبې بېلې دي، فرهنګونه بېل دي، وخت بېل دی، کسان بېل دي نو دغه نوې لوبه په هېڅ ډول د هغې زړې لوبې انعکاس نه شي کېدای.
اوس نو دوه لارې دي. یا به دا وایو چې ادبي او هنري تجربې د هر ولس او په لویه کې د هر انساني ټولګي داسې نه لېږدېدونکې خاصه ده چې نور انسانان ترې بې برخې دي او یا به دا ګڼو چې که پوره نه وي کم له کمه تر یوه حده انساني تجربې د لېږد وړ دي.
د شعر په برخه کې، که ډېر زیات نه وي، له دوو زرو کالو را په دې خوا د ادب د پوهانو تر منځ دا بحث راروان دی چې کلمې وژباړل شي، که مفاهیم؟ ډېرو کمو د شعر د موسیقۍ د انتقال خبره کړې ده. شاعر هڅه کوي چې د خپلې ژبې د کلماتو په سره اوبدلو یو خاص مفهوم داسې بیان کړي چې لوستونکي او اورېدونکي ته یو ځانګړی عاطفي حالت پیدا کړي. ژباړونکی طبعاً نه شي کولای چې هم مفهوم او هم ژبنۍ ښکلا بلې ژبې ته ولېږدوي. ژبنۍ ښکلا د هرې ژبې خپله خاصه ده لېږدول یې ناشوني دي. مګر لومړي شاعر د خپل لوستونکي-اورېدونکي د عواطفو د راپارولو له پاره یوازې مفاهیم نه دي کارولي، ژبني وسایل یې هم استعمال کړي دي. د ژباړې ځینې پوهان په دې اند دي چې که مفاهیم په بریالۍ توګه ولېږدول شي نو دا پوره کمال دی. ځینې نور یې بیا وایي چې که د شعر موسیقي ولېږدول شي نو کافي ده. یوه بله ډله وایي چې دواړه دې د امکان تر حده موجود وي که څه هم په دې پروسه کې هم یو شمېر مفاهیم په نیمه لار کې پاتې کېږي او هم موسیقي.
زه د ښاغلي استاد دا ارشاد چې « له یوې ژبې نه بلې ته د ادبي اثر ژباړل درمسال ته خټې دي. وخت خاورې، شواخون ګاللی ، نتیجه بېخونده لکه ټانټه» بالکل منم خو کله کله دا هیله هم په زړه کې روزم چې خدای رحمان او رحیم دی، د بنده ګانو غوندې تنګ نظر نه لري، او کېدای شي چې زما اخلاص ته وګوري او په دې هم لږ ثواب را په برخه کړي چې د هغو بندګانو د عبادت ځای ته کار کوم چې د هدایت رڼا یې نه ده په برخه شوې. خو دا سودا راسره تل مله ده چې که خدای مې و هم بخښي د پیغمبر امت به څه وایي؟ ځکه خو زما حالت د هغو نشه یانو دی چې هره ورځ توبه وباسي چې بیا به نشه نه کوم خو سبا یې بیا ځان شرمولی وي. زه هم چې کله یوه ژباړه پای ته ورسوم د خولې خوند مې بد وي او له ځانه مې کرکه کېږي خو بیا چې یو ښه شعر وګورم وایم کاش چې نور دوستان مې هم ترې خوند واخلي او درمسال ته خټې شرو کړم. که زما منﺉ له ژباړې سره کار مه لرﺉ او که بیا مو زړه نه صبرېده نو په ټانټو هم د ګني نوم کښېږدﺉ او د خوشال بابا سره په یوه غږ ووایاست :
مست یم، می پرست یم باده خورمه خورمه خورم
واوره محتسبه رندي کړمه کړمه کړم




t