لس طالبان د سولې پروسې سره یو ځای او ۷ داعش ملي امنیت ځواکونو ته تسلیم شول

لس طالبان د سولې پروسې سره یو ځای او ۷ داعش ملي امنیت ځواکونو ته تسلیم شول

چارواکي وایي په ننګرهار ولایت کې د ملي امنیت منسوبینو په هلو خلو ولس وسله وال طالبان د سولې بهیر سره یو خای شول،۷ داعش جنګیالي ملي امنیت ته تسلیم او همدا راز د تېرو درې میاشتو راهیسې تښتول شوی شاوخوا ۱۱ کلن ماشوم د تښتوونکو له منګولو ازاد او خپلې کورنۍ ته وسپارل شو.
د دې ولایت والي شاه محمود میاخېل د تلې په ۱۵مه په همدې موخه په جوړ شوي مطبوعاتي کنفرانس کې چې د ملي امنیت رئیس ډګر جنرال نظرعلي واحدي هم شتون درلود، رسنیو ته وویل، د ملي امنيت موظفينو په هڅو لس وسله وال طالبان سولې بهير سره يو ځای او د دريو پاکستانيو په ګډون اووه داعش وسله وال تسليم شول.
نوموړي وويل، چې يادو کسانو خپل پنځلس ميله کلاشینکوف، يو ميل سل ټکه او يو ميل پيکا هم د ملي امنيت ادارې ته سپارلې ده،همدا راز یې زياته کړه، چې تسليم شويو کسانو په خوږياڼو، بټي کوټ، چپرهار، پچيراګام او اچين ولسواليو کې د دولت ضد کړنې تر سره کولې، چې په دې وروستيو کې د حقيقت په درکولو او د ملي امنيتي ځواکونو د ځپلو له ويرې حکومت سره يو ځای شول.
د سولې پروسې سره یو ځای شوي د وسله والو طالبانو مخکيني غړي ضياء الله وويل، چې له دوو کالونو راهيسې يې په بټي کوټ کې د وسله والو طالبانو په ليکو کې تخريبي کړنې ترسره کولې؛ خو کله چې وپوهيده، چې مشران يې په پاکستان کې دي او دوی ته ناوړه لارښوونې کوي؛ نو له مخالفت يې لاس واخیست او حکومت سره يو ځای شول .
د داعش وسله والو مخکيني غړي چمن ګل وويل، چې پخوا يې زامنو د طالبانو په ليکو کې فعاليت کاوه؛ خو د يو زوی په وژل کېدو او د طالبانو په وتلو سره يې داعش سره يو ځای شو.
نوموړي وويل: (( په دې وروستيو کې داعش او طالب وسله وال کمزوري شوي او د دوی ژوند هم سخت تيريده، هغه متل ده، چې ږلۍ زياته شي نو ببرې ونې ته به پناه وړې؛ ځکه خپل حکومت سره يو ځای شوم او ملاتړ يې کوم…))
په همدې حال کې ننګرهار والي شاه محمود میاخېل او د ملي امنیت رئیس ډګرجنرال نظرعلي واحدي د مسعود په نوم هغه يولس کلن ماشوم د هغه پلار ادم خان ته وسپاره، چې درې مياشتې وړاندې داعش وسله والو حکومت ته د جاسوسۍ په تور له شيرزادو ولسوالۍ څخه د پچير اګام تورې بوړې ته تښتولی وو.
مسعود وايي، چې درې مياشتې وړاندې د شيرزادو ولسوالۍ وډيسار سيمې څخه هغه مهال داعش وسله والو د دولت جاسوس په تور پچير اګام ولسوالۍ تورې بوړې ته وتښتاوو،چې یې په سيمه کې مالونه څرول.
د ياد ماشوم پلار ادم خان له امنيت رياست موظفينو مننه وکړه، چې زوی يې د داعش وسله والې ډلې له منګولو ازاد او ورته يې روغ او جوړ




t