هلمند: ۸۶ کسان د حسابدارۍ له انستيتيوت فارغ شول

هلمند: ۸۶ کسان د حسابدارۍ له انستيتيوت فارغ شول

یادې څرګندونې د هلمند والي تورنجنرال محمد یاسین خان ددې ولایت د ادارې او حسابدارۍ انستیتیوت څخه د ۸۶ تنو فراغت غونډه کې وکړې.

د یاد انستیتیوت مسولینو او ښوونکو د خبرو پرمهال وویل: د ادارې او حسابدارۍ انستیتیوت د ۱۳۹۰ کال راهیسي فعالیت لري چي په اداره او حسابدارۍ او نورو برخو کې يې تردې مهاله ۹۳۱ تنه له زده کړو فارغ کړې.

ددوی په خبره: د زده کړو ترڅنګ يې عملې کار کولو زمینه هم ورته برابره کړې چي دیو شمېر ریاستونو دلاري يې یوه میاشت عملې کارونه هم ترسره کړي دي.

فارغ شوو زده کړیالانو د خبرو پرمهال وویل چي په دولتي ادارو کې دي د کار زمینه ورته برابره شي او پر دنده ګمارنه کې دي مسلکي کسانو ته لومړیتوب ورکړل شي.

د هلمند والي تورنجنرال محمد یاسین خان د هلمند د ادارې او حسابدارۍ د انستیتوب څخه د نویو فارغه شوو ځوانانو غونډه کي د خبرو پرمهال وویل: ولایتي اداره تل هڅه کوي چي ځوانانو ته په دولتي ادارو کي د کار زمینه برابره کړي او پر دنده د ځوانانو ګمارنه کې به مسلکي او وړ کسانو ته لومړیتوب ورکول کیږي.

ښاغلي یاسین خان زیاته کړه: حکومت ځوانانو ته د زده کړو زمینه برابره کړې او ژر به دولتي ادارو کې خالي بستونه هم اعلان ته وسپارل شي ترڅو ځوانان تر ازمویني وروسته دندې تر لاسه کړي.
د فراغت په دې غونډه کي فارغه شوو ځوانانو ته فراغت لیکونه هم ورکړل شول.




t