څه باندې ۴ زره ډاکټرانو د تخصص برنامې ازموېنه ورکړه

څه باندې ۴ زره ډاکټرانو د تخصص برنامې ازموېنه ورکړه

د عامې روغتيا وزارت لخوا د دې وزارت د مالي او اداري معينې ډاکټر ماموسۍ زيور په مشرۍ د ازموینو ملي ادارې په مرسته په کابل پوهنتون کې د تخصص د شاملېدو ازموينه واخیستل شوه.
د دې ازموېنې لپاره څلور زره درې سوه او پنځوس تنو نوم ليکنه کړې وه چې له دې جملې څخه څلور زره یو سل او درې شپېته ېې د اسنادو له ارزونې څخه وروسته په شرايطو پوره وموندل شو او د بايوميټريک لپاره د ازموینو ملي ادارې ته ور وپیژندل شو.
له پورته شمېر څخه درې زره او دوه څلوېښت تنه نارينه او يو زر يو سل او يويشت تنه ېې ښځينه دي.
د تخصص د شموليت ازموېنه په درې غټو برخو داخله پرنسيپ، جراحي پرنسيپ او سټوماټولوژي کې واخستل شوه چې يويشت مختلفی تخصصي څانګې پکې شاملې دي.
د هر پرنسيپ لپاره د سوالونو جدا پارچې ترتيب شوې وې چې هره پارچه ېې د سلو څلور ځوابه سوالونو لرونکې وه.
له پورته ذکر شوو ټولو ګډونوالو څخه په يوه ورځ او يو وخت ازموېنه واخستل شوه چې د هېواد له ټولو ولايتونو څخه پکې ډاکټرانو ګډون کړی وو.
عامې روغتيا وزارت د کابل په ګډون په ديارلس ولايتونو کې د تخصص برنامه لري چې سږکال به د دغه برنامې لپاره په مختلفو تخصصي رشتو کې ۴۱۲ تنه ومنل شي.
د دې ازموېنې نتيجه به د کمپيوټري سيسټم له لارې ترتيب او د بستونو د ټاکنې سره يو ځای به له دريو څخه تر پنځو ورځو په موده کې اعلان شي .




t