ولسمشر غني د ناکامورا د فعالیتونو قدرداني وکړه

ولسمشر غني د ناکامورا د فعالیتونو قدرداني وکړه

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، جمهوررئیس محمد اشرف غني نن مازدیګر له ډاکټر تتسو ناکامورا سره چې په افغانستان کې یې د اوبو د مدیریت او د کرنې د پراختیا په برخو کې زیات فعالیتونه کړي، وکتل.

په دغه کتنه کې چې په ارګ کې وشوه، جمهوررئیس د ډاکټر ناکامورا د هڅو او کړنو قدرداني وکړه او وې ویل، له همدې امله حکومت تاسې ته، ستاسې د خدمتونو په درناوي د افغانستان تابعیت درکړی دی.

سرچینه زیاتوي؛ ولسمشر غني دغه راز له افغانستان سره په بېلابېلو په ځانګړي ډول د انکشافي پروژو د تطبیق او د کرنې د پراختیا په برخو کې د چاپان د همکاریو مننه وکړه او وې ویل، د افغانستان اړوندو بنسټونو په یادو برخو کې د جاپان له تجربو څخه استفاده کړې ده.

ډاکټر تتسو ناکامورا له جمهوررئیس څخه په مننې وویل، جاپان د افغانستان ښه دوست دی او موږ له افغان دولت او خلکو سره لا زیاتو همکاریو ته چمتو یوو.



خبرونه غني ناکامورا ولسمشر
t