د پیغمبر په دې تعریف کې يي که خیر؟

د پیغمبر په دې تعریف کې يي که خیر؟

رسول الله صلی الله علیه وسلم مومن او مسلمان داسې تعریف کړی:
(( لایؤمن احدکم حتی یحب لاخیه ما یحب لنفسه)) رواه البخاري. ستاسې څخه هیڅ یو کامل مؤمن نشي کیدلای ترڅو هغه څه چې د ځان لپاره خوښوې د بل مسلمان لپاره هم خوښ کړې.
همدا راز صلی الله علیه وسلم فرمايي: ((المؤمن اخ المؤمن لایظلمه ولا یخذله و لا یَسلِمُهُ )).
یو مومن د بل ورور دی چې نه پرې ظلم کوي نه يي یواځې پریږدي او نه يي هم ظلم ته سپاري.
بل ځای خوږ پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمايي: ((المؤمن للمؤمن کالبنیان یشد بعضه بعضا)) رواه البخاري.
مسلمان د مسلمان لپاره داسی دی لکه ابادي، چې یو او بل سره ټینګوي.
محمد صلی الله علیه وسلم ارشاد مبارک دی: ((المسلم من سلم المسلمون من لسانه ویده)).
مسلمان هغه دی چې بل مسلمان يي د لاس او ژبی د ضرر څخه په امان وي.
اسلام د یو مسلمان یواځې عباداتو ته نه ګوري، لکه نن سبا چې په خپله ټولنه کې دداسې تش په نوم مسلمانانو یا د وچې شیخانو رویه او سلوک ګورو، له بده مرغه باید ووایم چې موږ د عبادت دا لوې او پراخه بحث یواځې په ۵ وخته لمونځ پورې تړلی دی، ایثار یا قرباني ورکول تر ټولو لوې او الله ته منلی عبادت دی، په دې اړه الله جل جلاله وايي : ((ويؤثرون على أنفسهم ولو كان بهم خصاصة ومن يوق شح نفسه فأولئك هم المفلحون))
د اړتیا په صورت کې دخپل ځان په ځای بل انسان ته ترجیح ورکوي، او څوک چې د شُح یا ځان غوښتنې څخه ځان ساتي همدغه خلک کامیاب دي.
اوس تاسې فکر وکړې هغه ډلې یا اشخاص چې بی ګناه افغانان وژني، زوروي او په ژوند يي لوبې کوي افغاني ټولنه د بدبختیو خواته وړي او هغه هم یواځې د خپلو شخصي ګټو او موخو لپاره، تاسې فکر نکوې چې دوۍ د پیغمبر علیه السلام له دغه تعریف څخه وځي؟؟
ددې ترڅنګ د خپلو مسوولیتونو په اړه هم فکر وکړه، ددې ټولنې دیو فرد په حیث دا ټولنه او په دې ټولنه کې شته موجودات پر تاسې هم څه حقونه لري.
په پای کې باید ووایم هر هغه شخص چې په ټولنه کې د شته بدبختیو د ختمولو لپاره هڅه او د خپل نظام ملاتړ ونکړي د هر رنګه ناورین او ناخوالو مسولیت پر غاړه لري
پورته ارشاداتو ته په کتو ایا موږ د پیغمبر په دغه تعریف کې خپل ځانونه لیدلای شو، که ځواب مو نه وي نو څه کول پکار دي

عتیق ژمن



اسلام تعریف عتیق
t