راشه کنه…

راشه کنه…

راشه کنه بیا بې لارې شوی یم
دم مې کړه اشنا بې لارې شوی یم
ستا ځونډی مې بیا ټوپک ته واچوه
وا دې خلم بلا بې لارې شوی یم
مینه کې مشرق او مغرب پیژنم
دا خو په ریښتیا بې لارې شوی یم
یو ماښام اوبل ماښام یې څښمه نو
چا ویل اشنا بې لارې شوی یم
هره شپه له شیخ سره توبې ته ځم
بیا نه وي سبا بې لارې شوی یم
دا چې راته ټولې لارې بندې دي
ای خدایه له تا بې لارې شوی یم
یه ښکلیه پرهر مې دزړه وداغه
لږ چې شي رڼا بې لارې شوی یم

بشیر پرهر



ادب راشه کنه پرهر
t