د کونړ والي د کاڼو پروسس فابریکې لپاره د وسایلو رانیولو په موخه امریکا ته ولاړ

د کونړ والي د کاڼو پروسس فابریکې لپاره د وسایلو رانیولو په موخه امریکا ته ولاړ

د کونړ رسنیز دفتر وايي، دې ولایت ته د پانګوالو راجلبولو او په دې ولایت کې د کاڼو پروسس مرکز لپاره د نوو عصري ماشینونو او وسایلو انتخاب او رانیولو په پار د ولسمشر محمد اشرف غني دحکم په اساس د کونړ والي ښاغلی عبدالستار میرزکوال،په زیربنایي چاروکې د ولسمشر ستر سلاکار شاد محمد څرکند په ملتیا د امریکا متحده ایالاتو سفر پیل کړ.

کونړ والي وایي د سفر موخه یې د پانګوالو راجلبول،د تیر سفر ژمنو تعقیب او هم په دې ولایت کې د کاڼو پروسس مرکز لپاره د نوو عصري ماشینونو انتخاب او دیوشمېر وسایلو اخیستل دي.

د نوموړي په وینا چې دتیر سفر په مهال یې د امریکې له سترو کمپنیو او پانګوالو سره د کونړ معادنونو،قېمتي کاڼو او لرګیو پوسس په برخه کې تخنیکي موارد نهايي کړي او په دې سفر کې به کې د قراردادونو په څرنګوالي د بحث سریېره د خصوصي سکتور او حکومت په همکارۍ به د کانو پروسس کارخانې لپاره ماډرن ماشینونه هم راونیسي.

سرچین هوايي، والي په دې ولایت کې د کاڼو پروسس مرکز چارو پیل ستره لاسته راوړنه بولي چې له مخې به یې سلګونه ملیونه ‌‌‌‌‌‌ډالر پانګونه وشي چې دا به د هېواد په اقتصادي وده او بیا په خاص ‌‌‌‌‌‌ډول د کونړ په انکشاف،ځوانانو ته د کاریابۍ،نا قانونه کېندنو مخنیوي او آن د امنیت په بهبود کې مثبتې پایلې ولري.

همداراز نوموړی وایي د کونړ لرګي او قېمتي کاڼي په هېواد دننه او بهر ښه نوم او مینه وال لري،د امریکې د لویو کارخانو او سرمایګذارانو سره دلیدنو کتنو په ترڅ کې به د قېمتي کاڼو پروسس، د موبل، فرنیچر او زینتي اجناسو د تولید ‌‌‌‌‌‌په برخه کې د ولایت مقام له لوري اماده شوې طرحې څخه په ګټنې د امریکایي سرمایګذارو سلګونه میلونه ‌‌‌‌‌‌ډالر پانګه راجذب کړي.

 



سفر کاڼو پروسس کونړ
t