عمران خان له بنګله دېش سره اړیکې رغوي

عمران خان له بنګله دېش سره اړیکې رغوي

د پاکستان صدراعظم عمران خان له خپلې بنګله دېشۍ سیالې شیخ حسینه واجد سره ټلیفوني خبرې کړي.

ویل شوي چې په دغو خبرو کې عمران خان نوموړې ته د ناروغتیا له کبله خواشیني څرګنده کړې او د روغ صحت هیله یې ښودلې ده.

پاکستاني صدراعظم دغه راز ویلي، چې له بنګله دېش سره د یوه ورور هېواد په توګه پاکستان د اړیکو ښه کول او د ستونزو حل غواړي.

پاکستان د بنګله دېش د رامنځته کیدو له وخته دغه هېواد سره له دې کبله ترینګلي اړیکې لري، چې زرګونه بنګله دېشیان یې قتل عام کړي.




t