د کردانو او ترکانو ټکر؛ ملګرو ملتونو زغم ته بللي

د کردانو او ترکانو ټکر؛ ملګرو ملتونو زغم ته بللي

د سوريې په شمال کې د کردانو او ترکي ځواکونو د سختې جګړې د احتمال له جدي کیدو سره ملګرو ملتونو پر دواړو لوریو د زغم غږ کړی.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند استفان دوجاریک له دواړو لوریو غوښتي، چې د تقابل سیاست یوې خوا ته پریږدي.

په دغه سیمه کې شته کردان د امریکا له ملاتړه برخمن ګڼل کیږي.

دوی په ترکیه کې د مېشتو کردي بېلتون غوښتونکو په ملاتړ د ترکيې خلاف اقدامات ترسره کړي، چې ترکیه یې سخته پارولې او جګړې ته هڅولې.

د وضعیت د مهارولو لپاره د امریکا او ترکيې ولسمشرانو ټلیفوني خبرې هم کړي.




t