د لاسي صنايعو درې ورځينی نندارتون پرانيستل شو

د لاسي صنايعو درې ورځينی نندارتون پرانيستل شو

ياد نندارتون ، چې د جلا ل اباد ښار په سپين غر هوټل کې جوړ شوی سوداګرو ميرمنو هغه توکې نندارې ته پکې ايښي ، چې په خپل لاس يې جوړ کړي .
داطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارواکو يادو سوداګرو ميرمنو سره ژمنه وکړه چې لاسي صنايعو لپاره به يې نړېوال مارکيټ پېدا کړي.
د لاسي صنايعو دغه درې ورځينی نندارتون ، دښځو نړېوال د فتر او اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوري جوړ شوی ، چې موخه يې د سودا ګرو ميرمنو د ظرفيت لوړل دي.
د ياد نندارتون په پرانسته کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت معينې سعيدې مژګان مصطفوي وويل : هڅه يې داده چې د لاسي صنايعو لپاره په نړېوال مارکيټ کې بازار پېداکړي.
نوموړې وويل: په هېواد کې جوړ شوي لاسي صنايع په نړيوال مارکيټ کې ځانګړی شهرت لري .
مصطفوي د ياد نندارتون ترڅنګ د سراج العمارت شاهي ماڼۍ د بيا رغونې له چارو او د غازي امان الله خان له مزار څخه هم ليدنه وکړه او د شاه غازي امان الله خان په مزار يې د ګلونو ګېډۍ کېښوده .
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندويانو د برخې مسئول رامين عتيق زاده وويل: په ننګرهار کې به ټول هغه فرهنګي او سياحتي ځايونه ورغوي چې تاريخي ارزښت لري .
د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس اورنګ صميم وويل: د شاه غازي امان الله خان د مزار د جوړيدو چارې څو ورځې وړاندې بشپړې شوې ، چې په وينا يې د خان عبدالعفارخان مزار او د سراج العمارت ماڼۍ تر کار لاندې دي ، چې دځينو نورو تاريخي ځايونو د جوړېدو وړانديز يې هم له مرکز سره شريک کړی




t