نیمروز: د عامې روغتیا انتظار خونه پرانیستل شوه

نیمروز: د عامې روغتیا انتظار خونه پرانیستل شوه

دعامې روغتیا ریاست لپاره د اوه مېلیونو افغانیو په ارزښت جوړه شوې انتظارخونه ګټې ته وسپارل شوه.
یاده انتظارخونه په درې نیم سوه مېتره مربع ځمکه جوړه شوه، چې مالي لګښت یې دچارو ادارې لخوا ورکړل شوې دي.
نیمروز والي پوهندوی دوکتور سیدولي سلطان وویل، چې دیادې انتظارخونې په بشپړېدو سره په لویه کچه دناروغانو او ناروغ لرونکو ستونزې حل شوې او له نېکه مرغه پنځه سوه کسان ځایوي، چې دنارینه و ښځینه و لپاره جلاـجلا برخې لري.
والي وویل، چې په نېږدې راتلونکې به دنورو مهمو پروژو دافتتاح هم شاهدان و، چې دا به دنیمروز لپاره بنسټیزې زېربناوې وي!




t