هرات: په میرداوود بندر کې د ملي بانک څانګه پرانیستل شوه

هرات: په میرداوود بندر کې د ملي بانک څانګه پرانیستل شوه

د هرات ولایت په میرداود بندر کې د افغان ملي بانک استازولي پرانېستل شوه
د عوایدو په راټولولو کې د شفافیت په موخه ټرانسپورټ وزارت د هرات ولایت په میر داود ټرانسپورټي بندر کې د افغان ملي بانک استازولي پرانېسته او له دې وروسته به د یاد بندر ټول ټرانسپورټي عواید د افغان ملي بانک له لارې راټول او ملي خزانې ته سپارل کېږي. د ټرانسپورټ وزارت د ځکمني ټرانسپورت لوی ریاست رییس ویس سلطاني په دې اړه وویل: ټرانسپورټ وزارت هڅه کوي، چې په ټولو مهمو ټرانسپورټي بندرونو او دروازو کې د افغان ملي بانک استازې څانګې پرانېزي او عواید له همدې له لارې ملي خزانې ته راټول کړي.




t