لغمان : د ده زیارت پل د جوړېدو کار به ژر پیل شي

لغمان : د ده زیارت پل د جوړېدو کار به ژر پیل شي

د سختو وروښتونو او سیلاوونو له کبله د لغمان ولایت اړوند د ده زیارت، چې د یاد ولایت له مهمو پلونو شمېرل کېږي هم تخریب شوی دی.
د ټرانسپورټ وزارت وایي مشرتابه یې اړوندو څانګو ته لارښوونه کړې، چې د پل د ترمیم لپاره بېړني ګامونه واخلي او د خلکو ستونزه حل کړي. د یادولو ده، چې د ده زیارت پل سل متره اوږدوالی لري او مهترلام ښار له سرخکان سیمې سره نښلوي.




t