جمال ونړېد! زیارخان یاد

جمال ونړېد! زیارخان یاد

تېر کال یې داعېش ورور شهید کړ او د جلال اباد نننۍ خونړۍ چاودنه کې دی شهید شو.
جمال د ننګرهار یوې لیرې پرتې ولسوالۍ اوسېدونکی و، مشر ورور یې تېر کال داعېشیانو شهید کړی چې دی له مور او پلار سره په له کور کلي لیرې په یوې دښته کې کېږدۍ کې اوسېده.
سږ کال له دولسم ټولګي فارغ شوی و ؛خو غربت چانس ورنکړ چې پوهنتون ته لاړ شي او د ملي اردو لیکو کې خدمت لپاره یې ازموینه ورکړه او د بریالي کیدو زېری پرې شوی و.
تېره شپه ورته مور خپله ساتلې چرګه حلال کړې وه، مور یې وره ویلي وو زوی چې دا وخوره او خدای خبر بیا به دې ژوندی وګورم که نه؟
کور کې یې له خور او پلار سره کابل کې د کور وعده هم کړې وه چې ک‌‌‌‌‌‌ډه کېږي به ؛خو یوې وحشي څپې هر څه بدل کړل.
مازیګر د تازه جذب شویو سرتېرو سره په یو کاسټر موټر کې د کابل پر لور لېږدول کېدل چې جلال اباد ښار کې پرې چاودنه وشوه او جمال له دنګو دنګو نور چنارونو سره ونړید.
نن شپه یې په کور قیامت دی، ویر دی او ساندې.
دا د روانې جګړې تر ټولو بدمرغه اړخ دی، نن پر ننګرهار د ویر څپه خپره ده او دا څپه بېخي داسې شوې چې د خلکو معمول ګرځېدلی.




t