کرېکټ او ورزشي ميډیا باید وده وکړي، له تجربو باید ګټه پورته کړي

کرېکټ او ورزشي ميډیا باید وده وکړي، له تجربو باید ګټه پورته کړي

د زړه له درده يې لیکم
کرېکټ او ورزشي ميډیا باید وده وکړي، له تجربو باید ګټه پورته کړي.
له يوې بېلګې يې پېلوم:
تېره مياشت د فیفا د غوره جايزو پروګرام ته دعوت شوی وم، پروګرام د ميلان ښار لاسکالا مشهور تالار کې وو او لومړي ځل لپاره يوې نړېوالې اوارډ شو کې زما لپاره د زده کړې مهم ټکي بيخي زیات وو، د مېلمنو تنظیم، د رسنیو لپاره ترتيبات، سټيج، وياندان، د فیفا د رئیس خبرې او بیا د پروګرام مخ ته وړل، ټول راته نوي وو او دا مې زده کړل چې څنګه يو معياري پروګرام ته باید چمتووالی ونيول شي.
نن مې چې د شپږيزې پرانېستې مراسم لیدل، هغه شېبې مې مخته کېدلې او لکه ځینې خيالونه چې رانه ورک شوي وي، پسې سرګردانه شوم.
دا ځل زه کرېکټ بورډ نه ملامتوم، دوی کرېکټ باندې پوهېږي، سروکار يې کرېکټ سره او رسنيز پوښښ لپاره يې ملي تلويزیون ملتيا کوي، ملي تلويزیون د نوي رئیس ښاغلي اسماعيل مياخیل په راتلو سره د بې ساری نوښتونو خبر کیږي، ځینې نوښتونه يې وکړل او خلکو وستایل، خو دا ځل یې د شپږيزې پرانیستې مراسمو کې هغه څه ونه کړل چې د ورزش د یو مينه وال په توګه مې هیله درلوده، خدای دې وکړي زما نيوکه د اصلاح لپاره یوه مشوره وګڼي او زړه ته يې ونه نيسي.
وياندان:
لږ لږ خبر شوی يم، چې له ښاغلي مياخیل د ملي تلويزیون ډیری کارکوونکي ګیله من دي چې ګوندې یواځې د ګوتو په شمېر کسان يې ملي تلويزیون کې لاس کې نيولي او نورو ته وخت نه ورکوي، تر یو حده نن ما هم حس کړه، ملي تلويزیون کې تکړه خلک شته چې له حاضرو ویاندانو لسګونه ځلې ښکلي غږيږي، په کرېکټ ښه پوهېږي او آن بهترين کرکټرونه لري چې څنګه پروګرام ژوندی وساتي، د خلکو احساسات را وپاروي او ولولې خورې کړي. د شپږيزې پرانېسته د کوم بې ميراثه خاوند فاتحه نه ده، بلکې د افغانستان د کرېکټ تاریخ منل شوی لیګ دی چې مينه وال ورته کال انتظار باسي او دا انتظار باید دومره بې جوشه ختم نه شي، دا انتظار باید بل کال ته زیات شي، خو له بده مرغه چې هيڅ یو هم د سټیج ویاندۍ ته برابر نه و او ښاغلی مياخیل دا ښه درک کولی شي. غور په کار دی!
د ښاغلي فرهان وينا:
د کرېکټ بورډ مسوولينو او د ملي تلويزیون مشرتابه ته په کار وه چې په وېنا يې اونۍ او لږ تر لږه څو ورځې کار کړی وی، هر اړخيزه، لنډه او ساده وېنا يې ورته لیکلی وی، تمرین کړی يې وی او نن به يې مينه والو او هېوادوالو ته وړاندې کړی وی، شاید اسماعیل مياخیل له ما ښه په دې موضوع پوه وي چې څنګه د رسنیو مخته راتلونکي سياسيون او ويناوال خپلې وېناوې وړاندې چمتو کوي او بیا يې رسنیو او ولس ته وړاندې کوي.
تاریخچه:
زما لپاره جالبه وه، چې یو لیګ چې شپږم کال يې روان دی، نو بیا تاریخ د څه لپاره، ايا زموږ د کریکټ مينه والو حافظې دومره کمزوري دي چې شپږ کاله ياد نه شي ساتلی؟ که بیا داسې وي هم او ډاکمنټري له وړاندې جوړه شوي وي ايا ممکن نه وه چې د ملي تلويزیون په سکرین اصلي ډاکودمنټري نشر شوی وی؟ ايا هغه مينه والو به زیات خوند ترې نه وی اخیستی چې په تلويزیون يې ننداره کوي؟
وياندي:
ښايي مياخیل صیب زیاته تجربه کړي وي، کله چې نطاقان د خبر سټيډیو ته ځي، د خبرونو متن ورته لیکل شوی وي. د فیفا غوره جایزو په سږني پروګرام کې ما دا هم تجربه کړه چې دوه مشهور وياندان او سټيج چلوونکو Ruud Gullit او Ilaria D’Amico ته متن له وړاندې لیکل شوی و او د لا سکالا تالار په وروستۍ برخه کې په یو بل لوی سکرین ورته لکه د تلويزیون پرامټر لیکل کېده چې هغوی يې له مخې ولولي. دا کوم عیب نه دی چې سکریپټ دې ولیکل شي او بیا دې ولوستل شي، خو له بده مرغه چې د شپږيزې د ښکلا لپاره دې برخې ته هم پاملرنه نه وه شوې تمه لرم چې راتلونکي کې داسې پروګرامونو کې له تجربو ګټه واخیستل شي، مشورې وشي او په خلاصه سينه د يو معياري پروګرام لپاره وړ اشخاص وګمارل شي چې هم پروګرامونه ښکلي شي، هم مينه وال خوشاله شي او هم ورزشي ميډیا خپل رغنده رول ادا کړي.
نورې کوچنۍ ستونزې هم وې، خو که پورته مواردو ته فکر شوی وی، شاید ډیری ستونزې نه وی محسوس شوی او ددې لیګ مينه والو ته يو ښه پروګرام وړاندې شوی وی.

سایر ځلاند



افغانستان سپورټ لیکنه ځلاند کرکټ
t