عمران خان چین ته تلی

عمران خان چین ته تلی

د پاکستان صدراعظم عمران خان په یوه اقتصادي سفر خپل ګاونډي هېواد چین ته تلی.

ویل شوي، چې هغه به د سفر پر وخت هڅه وکړي څو د کشمیر قضیه کې د چین غوڅ ملاتړ لاسته راوړي.

 دا سفر درې ورځینی ګڼل شوی او پاکستانیانو ډېر ارزښتناک یاد کړی.

 عمران خان سره یو شمېر وزیران او سلاکاران هم په دې سفر کې ملګري دي.

تمه کیږي، چې دی او چینایي چارواکي د همکاریو یو شمېر تړونونه هم سره لاسلیک کړي.




t