حکومت جیو ټلویزون ګواښلی

حکومت جیو ټلویزون ګواښلی

د پاکستان حکومت د دغه هېواد مشهور تلویزون(جیو) ته ګواښ کړی، چې د دوی په وینا د رسنیزو اصولو نقض او د دروغجنو خبرونو خپرول بس کړي.

د پاکستان د بریښنایي رسنیو د څار ادارې پیمرا جیو ته په یوه استولي لیک کې ویلي، چې که د اپوزیسیوني کارپوهانو له کمولو سره جیو تلویزون د حکومت خلاف تخریب پای ته ونه رسوي، میلیونونه کلدارې به جریمه شي.

جیو تلویزون بیا دا تور رد کړی او ویلي، چې حکومت یې د سانسورولو هڅه کوي.




t