چین: پاکستان ته د کال ۲۰ زره تحصیلي بورسونه ورکوو

چین: پاکستان ته د کال ۲۰ زره تحصیلي بورسونه ورکوو

په اسلام اباد کې د چین سفیر ویلي، چې هېواد یې پاکستان ته د کال ۲۰ زره تحصیلي بورسونه منلي دي.

سفیر یائو جینگ دا نوي بورسونه د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا لپاره ګټور ګام ګڼلی او ټینګار یې کړی، چې پاکستان او چین به خپلې اړیکې لا غښتلې کړي.

پاکستان د دغې تازه ژمنې مننه کړې او چین یې خپل تر ټولو نیږدې متحد یاد کړی.

دا اوس هم د پاکستان صدراعظم عمران خان د چین په سفر بوخت دی.




t