«سل کلن استقلال» د استعمار د حضور تر سیوري لاندې

«سل کلن استقلال» د استعمار د حضور تر سیوري لاندې

ف، فایض

افغانانو د لوی خدای (ج) په فضل په ۱۲۹۸ (۱۹۱۹) کې د اسد په اته ویشتمه تر اوږدو مبارزو وروسته له انګرېزي ښکېلاک نه خپل استقلال واخست چې دا دی سږ کال یې سلمه کلیزه نمانځو؛ خو په دغه موده کې موږ یو ځل د روسانو تر تجاوز لاندې راغلو چې نژدې یوه لسیزه مو د هغوی پر خلاف جهاد وکړ او څوارلس کاله د کورنیو کمونستانو پر وړاندې وجنګېدو، او بالاخره د ۱۳۷۱ د ثور پر اتمه مجاهدین د کابل ښار واکمنان شول؛ خو بهرنیو قوتونو د دې سترې حماسې پر وړاندې داسې توطیې جوړې کړې چې باید خامخا د دې حماسې رنګ پیکه کړي. البته په دې کې زموږ خپلې کمزورۍ هم هېڅکله د اغماض وړ نه دي، خصوصاً چې زموږ جهادي مشران او ورپسې قوماندانان په دې ستر آزمېښت کې ناکام شول او سخت ناکام شول.

په ۲۰۰۱ کې د امریکا په مشرۍ د لویدیزو هېوادو ځواکونه د ترهګرۍ د ټکولو په پلمه افغانستان ته را دننه شول او تر ننه پورې یې چې کوم جنایات کولای شوای هغه یې وکړل چې هغه ځانته جلا داستان دی او په اصطلاح د دې ټولو جنایاتو شمېرل، «مثنوی هفت من» غواړي.

سږ کال (۱۳۹۸) موږ په داسې حال کې له انګریزي ښکېلاکه د خپل استقلال استرداد نمانځو چې نور خو لا نور چې همغه انګرېز هم لا زموږ په هېواد کې حضور لري چې موږ ترېنه خپل استقلال اخستی او د خپلو وینو په بیه او د خپلو مټو په زور مو اخستی. بې له شکه دا زموږ پر ولس د رب لویه پېرزوینه وه؛ خو زموږ ملت هم د خدای په لار کې له جهاده ولي خالي نه کړل چې په نتیجه کې زموږ قربانۍ د لوی خدای (ج) په ستر دربار کې منظورې وشوې او نتیجه یې زموږ د هېواد خپلواکي شوه.

افغانستان په تېرو سلو کالو کې ډېرې لوړې ژورې ولیدې، د پرمختګونو شاهدان هم وو او د وروسته پاتې کېدا هم. اماني دورې که څه هم چې خپل اشتباهات یې هم درلودل او له هغې نه هم سترګې نه شي پټیدای؛ خو افغانستان یې د پرمختګ پر لویه لار هم روان کړ. په دې دوره کې قوانین را منځته شول چې هغه وخت یې ورته د نظامنامې لفظ کاراوه. اساسي قانون یا اساسي نظامنامه را منځته شوه او د دې قانون په شمول اویا نظامنامې را منځته شوې، مطبوعاتو وده وکړه، معارف وده وکړه او دغسې د ژوندانه په نورو برخو کې پرمختګونه را منځته شول او تمه وه چې افغانستان یوه ورځ د نړۍ د پرمختللیو هېوادو په ډله کې وشمېرل شي. امان ا… خان د وطن له ترقۍ سره ډېره مینه درلوده؛ خو لویه تېروتنه یې دا وه چې د انګرېز دښمني یې کمه وګڼله. د هغه سر پر دې خبره خلاص نه شو چې افغانانو له هغه ستر استعماري هېواده خپل استقلال واخست چې په غرور سره به یې ویل چې لمر یې په امپراتورۍ کې نه ډوبېږي، انګریز د نړۍ یو ډېر لوی مکار قوم دی انګرېز خو له مجبورې ورځې د افغانستان استقلال په رسمیت وپېژاند؛ خو له دې هوډه هېڅکله هم پر شا نه شو چې باید هم له امان ا… خانه هم له افغان ولسه او هم له افغانستانه د خپلې ماتې انتقام واخلي. خصوصاً په هغه حساسه مرحله کې اروپا ته د امان ا… خان څو میاشتنی سفر یوه ډېره لویه سیاسي اشتباه وه. په دې سفر کې امان ا… خان تر ډېره د اروپایي تمدن د ظواهر تر تأثیر لاندې راغی، هغه چې هېواد ته تر راستنېدو وروسته د اصلاحالاتو کوم طومار اعلان کړ، د افغانستان له عیني شرایطو، زموږ له فرهنګي غوښتنو او ان چې ځینې خو یې د شریعت له احکامو سره هم په ټکر کې وو؛ د بېلګې په توګه هغه پر دوهم واده بندیز ولګاوه، حال دا چې اسلامي شریعت د څلورو ښځو جواز ورکړی دی چې البته دا جواز دی او حکم نه دی چې خامخا به یو سړی څلور ښځې کوي؛ بلکې دا جواز د انساني ژوندانه د ضرورتونو په پام کې نیولو سره ورکړل شوی دی، یا د حجاب په باب یا نورو دغسې مسایل؛ خو کله چې د امان ا… خان پر خلاف مخالفتونه پیل شول او انګلیس په غیر مستقیمه توګه د دې مخالفتونو پړسولو ته ملا وتړله، امان ا… خان مجبور شو چې خپل اصلاحات بېرته واخلي او د دې له پاره چې عملاً ثابته کړي، د خپل تره سردار نصرا… خان لور عالیه بیګم یې ځانته نکاح کړه، حال دا چې لومړنۍ مېرمن یې ملکه ثریا ژوندۍ وه؛ خو بیا هم د امان ا.. خان دغه بې وخته اقداماتو د هغه پر خلاف را پارول شوي حرکتونه کنترول نه کړای شول. په مشرقي کې ورته محمد علم خان او محمد افضل خان را پاڅېدل او په شمالي کې د سقاو په زوی مشهور حبیب ا… کلکاني. چې بالاخره امان ا… خان مجبور شو چې خپل تاج و تخت پرېږدي او کندهار ته ولاړ شي او پر ځای یې مشر ورور سردار عنایت ا… خان پاچا شي، چې د هغه پاچهي هم فقط درې ورځې دوام وکړ؛ خو کلکاني و نه مانه چې د یوه توافق په نتیجه کې هغه له خپلې کورنۍ سره په یوه انګلیسي الوتکه کې پېښور ته ولاړ او حبیب ا… کلکاني د افغان مورخ ابراهیم عطایي په تعبیر د یوه بدوي یرغل په نتیجه کې پر ارګ ننوت او د اماني دورې کړي خدمات ټول له خاورو سره خاورې شول، که چېرې نادر خان نه وای راغلی، خدای خبر چې هېواد به نور له کوم ناورین سره مخ کېده؛ خو د تأسف ځای خو دا دی چې د کلکاني په را وستلو کې هم د انګریز لاس و او د نادر خان په راوستلو کې هم؛ خو فرق دومره و چې کلکاني یو انپړ سړی و او نادر خان یو سپهسالار و، د دفاع وزیر پاتې شوی و، سفارت یې کړی و او د حکومتولۍ په رمز و راز پوه و؛ خو هغه هم له هغو سیاسي تجاربو سره چې لرل یې د انتقام اخیستنې خونړی سیاست پیل کړ خصوصاً هغه چې له څرخي کورنۍ سره یې کوم ظلم وکړ د تاریخ پاڼې به یې کله هم هېر نه کړي چې بالاخره دی هم  د خپل همدې ظلم قرباني شو.

ما دا خبره پخپلو تېرو لیکنو کې هم کړې او دلته یې د ضرورت له مخې بیا یادوم چې کله کرنل لارنس انګرېز چې د عثماني خلافت په سقوط کې یې مهم رول ولوباوه د خلافت تر سقوط وروسته وزیرستان ته راغی او هلته یې د پیرۍ او مریدۍ سلسله شروع کړه او د پیر کرمشاه په نامه مشهور شو، عبدالصمد غوث په خپل کتاب د افغانستان سقوط کې کاږي چې داسې روایات هم شته چې لارنس د افغانستان دننه هم سفرونه وکړل او خلک یې د امان ا… خان پر خلاف را وپارول تر دې چې د هغه تفتین او د امان ا… خان تېروتنو او د ملت د سیاسي شعور کمزورتیا سره لاسونه ورکړل او افغانستان یې د یوه لوی بحران پر پوله ودراوه. دا اوس یو شمېر متعصبې کړۍ د افغانستان له اوسني انارشیزم نه په ګټې اخیستنې سره د کلکاني موضوع د یوه قومي تعصب له مخې مطرح کوي؛ خو زه دوی ته بلنه ورکوم چې د هېواد د دوه پېژندل شویو مؤرخینو میر غلام محمد غبار افغانستان در مسیر تاریخ او د فیض محمد کاتب تذکرالانقلاب کتابونه ولولي چې دا یو هم پښتون نه و او بلکې غبار خو پخپله هم له پښتنو سره په یو څه تعصب متهم و او علت یې هغه نادودې وې چې نادري کورنۍ له ده سره وکړې؛ خو هغه بیا هم په دې اړه حقایق لیکلي.

اوس به راشو خپل ننني استقلال ته:

پښتانه وایي، ګوړه ګوړه وایه خوله به دې خوږه وي. موږ په داسې حال ځانونه مستقل ګڼو چې د امریکا په مشرۍ د ناټو لښکر مو لا په هېواد کې اړولي دي، هغوی په خپل زور راغلل او د بن کنفرانس یې هم پر داسې مهال دایر کړ چې دوی افغانستان لاندی کړی و. که څه هم دا اوس طالبان او امریکایان یوه توافق ته سره نژدې شوي او دا مهال دواړه لوري په مشورو بوخت دي چې کېدای شي توافقات د ناروې په پلازمېنه اوسلو کې لاسلیک کړي؛ خو زما اوس هم دا باور نه راځي چې امریکا له افغانستانه کاملاً لاس واخلي او په سیمه کې خپلې ستراتیژیکې پروژې ناتمامې پرېږدي، یا جنګ په دومره اسانۍ ختم شي او یوه ریښتینې سوله په هېواد کې تأمین شي، کاشکې چې سوله راشي او پر هېواد په اوسني واکمن نظام کې یو د پام وړ بدلون راشي.




t