د سولې مذاکرات؛د امریکا ضد و نقیض دریځونه!

د سولې مذاکرات؛د امریکا ضد و نقیض دریځونه!

ف، فایض

که امریکا په هغه څه کې چې ادعا کوي، ریښتینې وي ښایي تر ۲۰۰۱ وروسته نور د جنګ اور نه وای بل شو؛ خو امریکا له پیله دروغ وویل لکه څرنګه چې افغانستان ته د شوروي لښکر را تګ کومه آني خبره نه وه لکه چې لویدیځ لیکوال انتوني ارنولد په خپل کتاب کې چې په دري ژبه د سوابق تاریخي تجاهم روس بر افغانستان په نامه د شهید استاد سید رسول له خوا ژباړل شوی، په دې برخه کې ډېر مستند دلایل وړاندې کړي چې څوک تاریخي مطالعه لري، ډېر ژر پرې قانع کېدای شي. دغسې افغانستان ته د امریکا راتګ هم کومه آني او تصادفي خبره نه ده. دا داستان چې و، نه و یو عرب  و چې نوم یې اسامه بن لادن و، هغه د القاعده په نامه یو تنظیم درلود او هغه پر نیویارک او واشنګټن بریدونه وکړل او درې زره امریکایان یې ووژل او طالبان د هغه کوربانه وو؛ نو اسامه تروریست و او تنظیم یې القاعده هم تروریستي تنظیم و او طالبانو چې هغه ته ځای ورکړی و؛ نو دوی هم که څه هم د سپتمبر په پېښو کې دخیل نه وو؛ خو د تروریزم ملاتړي وو، هسې بابېزه خبرې وې.

امریکا دا دی اوولس، اتلس کاله له طالبانو سره وجنګېده او په دې موده کیې یې پرې مختلف نومونه کېښوول؛ خو په پای کې یې سر پر دې کرښه کېښود چې موږ له طالبانو سره دښمني نه لرو او اوس یې هغه دی ورسره د سولې مذاکرات پیل کړی دی له دې مذاکراتو نه دوه خبرې مخې ته راځي: یو دا چې د طالبانو په باب د امریکا ادعا له پیله سمه نه وه او دوهمه دا چې که فرض کړو د امریکا ادعا د طالبانو په پاب ریښتینې وه، اوس یې د جنګ په ډګر کې تر ډېره بریده ماته وخوړه؛ نو غواړي چې ځان ته د تېښتې یوه داسې لار پیدا کړي چې سبا ته یې دا ماته د پوزې پېزوان نه شي او د دې تر څنګ دا خبره هم کمه نه شي ګڼل کېدای چې د امریکا د ولسمشرۍ انتخاباتو ته خوا وشا یو کال پاتې دی او د ۲۰۲۰ په وروستیو کې به دا انتخابات ترسره کېږي او ټرمپ چې خپلو ناکامو سیاستونو ډېر بدنام کړ او د سوریې، ایران، ونزویلا، شمالي کوریا او افغانستان په مسالو کې له ماتې سره مخ شوی اوس غواړي له طالبانو سره د نیم، نیم بنده سولې په کولو سره ځانته یوه د اوړو پوزه کښېږدي او خپل ملت پرې قانع کړي چې د یوې بلې دورې له پاره امریکایي ولس رایه ورکړي.

که څه هم د سولې له پاره مذاکرات روان دي او په دې باب مختلفې څرګندونې کېږي، پخپله ټرمپ اعلان کړه چې په راتلونکو دوو اونیو کې به د افغانستان په باب یو ښه زېری واورﺉ، وګورو چې دا ښه زېری څه دی. واشنګټن پست امریکایي ورځپاڼه بیا کاږي چې: ټرمپ به په افغانستان کې د امریکا احتمالي بریا په یوه شرمېدلې ماته بدله کړي. ځینې سرچینې بیا دا موضوع ۹۹ سلنه حل بولي، ځینې بیا وایي چې د طالبانو او امریکا تر منځ ډېری اختلافات لا پر ځای دي او خبرې به هم نهم پړاو ته داخلېږي، دغسې ډیلي ټایمز ورځپاڼه بیا مدعي ده چې طالب مشران د امریکا د وتلو د مهالوېش پر سر خپلو کې سره اختلاف لري.

په هر حال تر اوسه پورې خبره لا پوره روښانه، نه ده؛ ځکه ټرمپ دا خبره بیا بیا کوي چې په افغانستان کې به د سولې د موافقه لیک تر لاسلیک وروسته په افغانستان کې خپل نظامي حضور را کم کړي؛ خو پر خپل استخباراتي فعال حضور یې ټینګار کړی دی. لږ تر لږه امریکا چې په کابل کې پر خپل سفارت کوم لګښتونه وکړل، یا یې د بګرام پر هوایي اډه وکړل یا پر نورو تأسیساتو له هغې نه سړی دا اټکل کولای شي چې امریکا په افغانستان کې کوم اهداف تعقیبوي. که امریکا وغواړي دا اوس هم حتی د افغانستان د ګاونډیانو په مرسته هم پر طالبانو لازم فشار راوستلای شي؛ خو زما خپل اټکل دا دی چې امریکا، افغانستان ته د ریښتینې سولې په راوستلو کې صادقه نه ده. ګارډین ورځپاڼه بیا کاږي چې د ټرمپ د سولې تړون له افغانستان او افغانانو سره خیانت دی، د ورځپاڼې په وینا، ټرمپ غواړي د ولسمشریزو انتخاباتو په درشل کې ځانته یو کریډټ واخلي چې د امریکا تر ټولو اوږده جګړه یې ختمه کړه.

دلته دې حقیقت ته هم پام کول په کار دي چې امریکا یو داسې هېواد نه دی چې یو سړی د ولسمشر په نامه په سپینه ماڼۍ کې کښېني او څه یې چې زړه غواړي هغه وکړي. د امریکا حکومتي نظام ډېر پېچلی دی، هلته نظام یواځې د ولسمشر له خوا نه اداره کېږي؛ بلکې د سپینې ماڼۍ په شمول د دفاع وزارت، ملي امنیت د شورا سلاکار، د بهرنیو چارو وزارت، استخباراتي ادارې او ډېرې نورې هغه ادارې چې هغه ډېرې ښکاره نه دي ټول د نظام په رهبرۍ کې نقش لري. یعنې که دا خبره په یوه جمله کې روښانه کړو ټرمپ په یواځې ځان یوه دغسې پرېکړه نه شي کولای چې د ده خو به ګټه وي؛ خو د هېواد په ګټه به یې نه وي. یادې ادارې او لوري هېڅکله د امریکا ولسمشر ته دا که ټرمپ وي یا بل هر څوک دا اجازه نه ورکوي چې د امریکا ګټې او ستراتیژیک اهداف وګواښي.

په امریکا غوندې یوه هېواد کې ولسمشر هلته ډېر اساسي بدلونونه نه شي راوستلای او خصوصاً بیا د بهرني سیاست په برخه کې. د افغانستان قضیه هم د امریکا د بهرني سیاست یوه برخه ده، په دې مسالې پورې د امریکا ډېر ستراتیژیک اهداف تړلي دي. د امریکا ډیرې ګټې په دې سیمې پورې تړلې چې موږ په کې واقع یو له منځني ختیځه یې را واخله تر افغانستان او جنوبي او دا دی اوس تر مرکزي آسیا پورې. د چین په باب خو پخپله ټرمپ وویل چې په نړۍ کې د امریکا تر ټولو ستر دښمن چین دی، دا اوس یې چې له چین سره کومه اقتصادي جګړه پیل کړې، دا د دې ادعا ښکاره ثبوت دی، امریکا او چین د جغرافیایي بُعد له نظره سره ډېر لرې واقع دي؛ خو دا ستراتیژیک اهداف او اقتصادي ګټې دي چې یو یې د بل پر وړاندې درولي دي. چین چې خصوصاً د کارګرو له پلوه کومې اسانتیاوې لري، امریکا یې نه لري، په کومه اجوره چې یو چیناني کارګر کار کوي، یو امریکایي کارګر ښایي هغه ځانته یو سپکاوی وګڼي؛ نو پر دې اساس که امریکا کوم څیز جوړوي او په کومه بیه ورته تمامېږي، چین ته د امریکا په تناسب ډېر ارزانه تمامېږي؛ مثلاً که چین همغه څیز په لس ډالره وپلوري په هغه کې به څو ډالره ګټه کوي؛ خو که امریکا یې په همدې بیه پلوري ښایي څو ډالره زیان وکړي؛ نو په دې توګه امریکا له چین سره په سخت رقابت کې واقع ده. همدارنګه یې له روسیې سره رقابت. له روسیې سره یې بیا رقابت تر ډېره پورې په تسلیحاتي برخه کې دی، روسیه په دې ډګر کې ډېره چټکه روانه ده او امریکا دا د ځان له پاره یو جدي ګواښ ګڼي.

پر دې اساس امریکا چې نه یواځې په افغانستان کې؛ بلکې د ټولې سیمې په کچ کومه لوبه روانه کړې ده، هغه سر ته رسېدلې نه ښکاري، د افغان سولې په اړه د امریکا ضد و نقیض څرګندونې د دې ښکارندویي کوي چې امریکا، افغانانو ته هغه سوله نه غواړي چې افغانان ورته اړتیا لري؛ بلکې د خپلو ګټو او اهدافو سره سمه سوله غوړاي.




t