فراه: سږکال د انارو حاصلات ۱۱ سلنه لوړ سوي

فراه: سږکال د انارو حاصلات ۱۱ سلنه لوړ سوي

د کرني وزارت ايي سږکال په فراه کي د انارو حاصلات ۱۱ سلنه لوړ سوی

په فراه کي سږ کال په ۸۲۸۴ هکټاره ځمکه په انارو پوښلې وه او حاصلات یې هم ۱۴۵ زره ټنو ته رسېږي.

د فراه ولایت د کرنې ریاست په یوه خبرپاڼه کې چې تاند ته هم رسېدلې ده وايي، په ۱۳۹۷ کال کې د فراه د انارو حاصلات ۱۳۰ زره او ۵۳۶ ټنه وو، خو سږ کال دا اندازه ۱۴۵ زره ټنو لوړه شوې چې ۱۱ سلنه زیاتوالی په کې راغلی دی.

د فراه د کرنې ریاست د معلوماتو له مخې تېر کال په دغه ولایت کط ۷۸۴۰ هکټاره ځمکه د انارو په باغونو پوښلې وه چې له هر هکټار څخه یې ۱۶ اعشاریه ۶ ټنه انار اخیستل شوي وو، خو سږ کال دا اندازه د هر هکټار څخه۱۷ نیم ټنو ته لوړه شوې ده.

فراه او کندهارهغه ولایتونه دي چې د هيواد تر ټولو زیات انار په کې کېږي، خو خلک یې د خپلو تولیداتو لپاره مناسب بازار غواړي.

 




t