محمد هاشم ميوندوال

محمد هاشم ميوندوال

محمد هاشم میوندوال

شفیق امیرزی

محمد هاشم میوندوال په ۱۹۲۳ ز کال کې دې نړۍ ته سترګې غړولې دي.

نوموړی په یوه روحاني او علمي کورنۍ کې دې نړۍ ته راغلی دی او د همدې کورنۍ تر سیوري لاندې رالوی شو. پلار یې په اصل کې د غزني د مقر ولسوالۍ و، خو د کابل په عاشقان عارفان کې اوسېده او په همدې سیمه کې د یوه جومات ملا امام هم و.

پلار یې ملنګ سړی و. د دنیا او شتمنۍ په غم کې نه و او عادي ژوند یې کاوه، خو په پوهه او علم سمبال و. مورنی نیکه یې هم عالم سړی وی. صاحبزاده مولوي ګل احمد احمدزی نومېده چې د هېواد په نومتو دیني علماوو کې شمېرل کېږي.

نوموړی د اسلامي کنفرانس په لومړۍ غونډه کې د افغانستان استازی و. هلته یې د علمي درایت لرلو له امله، د غونډې مشري هم وکړه او ټولو علماوو یې لیاقت ستایه.

محمد هاشم لومړنۍ زده کړې په غازي لیسه کې بشپړې کړې. بیا حبیبیې لېسې ته لاړ او پاتې زده کړې یې دلته وکړې. قوي استعداد او ذکاوت یې درلود. ځيرک زده کوونکی و. چوپتیا یې تر ټولو ستره ځانګړنه وه.

ډېرې خبرې یې نه کولې، خو د خپلو همزولو په منځ کې تر ټولو چالاک، ځیرک او با استعداده و.
د لیسې په وروستیو کلونو کې یې پردیس تخلص کاوه. په ښوونځي کې به یې کنفرانسونه جوړول او ویناوې به یې کولې.
په دې وخت کې یې په عاشقان عارفان سیمه کې په خپله غریبانه جونګړه کې له مور، دوو وروڼو او خپلې مېرمنې سره ژوند کاوه. مېرمن یې د توبرکلوز پر ناروغۍ اخته شوه.

له یوې خوا یې اقتصادي وضعیت کمزوری و او له بلې خوا د دې ناروغۍ علاج هغه مهال سخت و، نو د همدې ناروغۍ له امله یې مېرمن مړه شوه. میوندوال د خلکو له منځه راپاڅېدلی شخصیت و او تر مرګه یې د خلکو په منځ کې ژوند وکړ.

په ۱۹۴۲ ز کال کې چې کله له ښوونځي فارغ شو، نو هڅه یې وکړه چې خپل سیاسي ذکاوت او فکري پراختیا ډېره کړي. ده په ورځپاڼو کې کار پیل کړ او لیکوال شو.

په ۱۹۴۷ ز کال کې یې د انیس ورځپاڼې مسوولیت پر غاړه واخیست او د میوندوال تخلص یې پر ځان کېښود.

هغه په ورځپاڼه کې د خپلو اصلاحي افکارو د خپرولو پیل وکړ. لومړی ګزار یې پر فیوډالېزم او خان خانۍ و. ده غوښتل دا دود د خپلو لیکنو پر مټ ختم کړي او یا لږ تر لږه دې موضوع ته د روشنفکره طبقې پام کړي، چې خان خانۍ څومره خلک له ستونزو سره مخ کړي دي.

بیا یې دا نظریه مطرح کړه چې د ښاروالانو ګومارل باید د خلکو خوښې ته پرېښودل شي او دوی رایه ورکړي. دې مسایلو د دربار حساسیتونه وپارول او داسې یې و انګېرله، چې ګواکې دا مسایل د دوی له پالیسۍ او سیاستونو سره په ټکر کې دي.
میوندوال چې کله د انیس ورځپاڼې مسوول و، نو د ژوندون په نامه مجله هم بازار ته راووته.

ده هم پکې همکاري لرله. په انیس کې تر کار وروسته، د څه مودې لپاره د مطبوعاتو د مستقل ریاست مرستیال و. وروسته د پادشا مطبوعاتي سلاکار وګومارل شو. بیا یو کال وروسته د مطبوعاتو د مستقل ریاست د رییس په توګه وګومارل شو. دی چې کله دې څوکۍ ته ورسېد، نو انیس ورځپاڼې به د ولسي جرګې ټولې غونډې او بیانیې خپرولې. په دې وخت کې مهم شخصیتونه لکه استاد حبیبي، ډاکتر محمودي، ګل پاچا الفت او نور د ولسي جرګې غړي وو.

هاشم میوندوال په مطبوعاتو کې مهم او له ويښتیا سره مل کارونه وکړل. ده په شعوري توګه هڅه کوله څو خپله ټولنه او وګړي د نړۍ له نوو او ګټورو افکارو سره اشنا کړي.

له همدې امله یې لیکنې کولې او خلک یې په نړۍ کې د نوو حکومتونو له جوړښتونو او پرمختګونو خبرول.

له دې ګټورو او اغېزناکو فعالیتونو وروسته، میوندوال په امریکا کې د افغانستان په سفارت کې د مستشار په توګه وګومارل شو. بیا یې د بهرنیو چارو وزارت د مرستیالۍ دنده پر غاړه واخیسته.
میوندوال به د کابینې په غونډو کې ګډون کاوه.

له مشهورو نړیوالو سیاستوالو سره یې کتل او پر مهمو هوکړو یې څرګندونې او نظرونه ورکول. یو ځل یې پر دې نظر ورکړ چې له روسیې سره د افغانستان پر تړون باید بیاکتنه وشي.

د ده په خبره، په دې کې داسې موارد دي چې د افغانستان استقلال ته زیان رسوي، خو روسیې پر دې کار غبرګون وښود او له افغان چارواکو سره یې دا خبره ونه منله. له همدې امله په حکومت کې هم ځینې مخالفتونه ورسره پیل شول او حکومت دی امریکا ته ولېږه او هلته د افغانستان سفیر شو. کله چې سردار داوود خان استعفا ورکړه، نو د دوکتور محمد یوسف په حکومت کې میوندوال د مطبوعاتو د وزیر په توګه وګومارل شو، خو وروسته د ځينو دسیسو ښکار شو چې نږدې وو د مخالفینو په توطئه کې ووژل شي.

وروسته دوکتور محمد یوسف خپله دنده پرېښوده او میوندوال د صدر اعظم په توګه وګومارل شو.

میوندوال د صدارت پر څوکۍ تر ګومارل کېدو وروسته، د باور رایې د اخیستو لپاره پارلمان ته لاړ. هلته یې د خپل حکومت تګلاره بیان کړه او د وکیلانو له تاوده هرکلي سره مخ شوه.

ده په خپله وینا کې وویل، د افغانستان نوی حکومت غواړي ټولو هغو توقعاتو ته پاملرنه وکړي چې د افغانستان خلک یې لري او د قانون په چوکاټ کې دي.

ده وویل، ستر هدف دا دی چې په ټول هېواد کې بشري کرامت ته درناوی وشي، ولسواک نظام د افغانستان د ترقۍ او پرمختګ وسیله وګڼل شي او د خلکو معنوي او مادي پرمختګ تامین کړل شي.

میوندوال ځيرک واکمن و. هغه چې کله پارلمان ته وینا پیل کړه، نو د وکیلانو تشویقونه یې له ځان سره لرل. ټولو په پوره خوشالۍ او چکچکو رایه ورکړه.

ځینو وکیلانو خو د باور رایې تر ورکولو وروسته، هغه پر اوږو پورته کړ او په همدې شورماشور کې یې له پارلمان څخه را و ایست.

په همدې وخت کې د کابل پوهنتون محصلینو ځینې لاریونونه کړي وو چې د حکومت له غبرګون سره مخ شوي وو. میوندوال لومړنی کار دا وکړ چې د پوهنتون وضعیت یې ځان ته روښانه کړ.

ټولو مشوره ورکړه چې باید پوهنتون ته لاړ نه شي، ځکه محصلین به یې زیان ورته ورسوي.

بلخوا شاهي کورنۍ نه غوښتل چې صدراعظم دې له مخالفو جهتونو سره وګوري، خو دی له ساتونکو پرته پوهنتون ته لاړ، له محصلینو سره یې غمشریکي وکړه، د دوی غوښتنې یې واورېدې او د عدالت د تامین ژمنه یې وکړه.

میوندوال د باور رایې له تر لاسه کول




t