افغان ولسمشر: هر افغان سوله غواړي خو د سولې لپاره حدود او اصول هم لري

افغان ولسمشر: هر افغان سوله غواړي خو د سولې لپاره حدود او اصول هم لري

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د سولې اړوند تازه څرګندونې کړې دي.
هغه له شپېګل مجلې سره په یوه مرکه کې ویلي هر افغان سوله غواړي خو د سولې لپاره حدود او اصول هم لري.
دده په وینا هغه سوله چې د تېرو ۱۸ کلونو لاسته راوړنو د ضایع کېدو سبب شي او په هېواد کې د پرمختګ پر ځای د شاتګ لار پرانیزي هېڅ افغان ته د منلو نه ده.
دده په وینا د طالبانو د راتګ لپاره قوي ضمانت ته اړتیا ده او دوی باید اساسي قانون، د ښځو حقوقو، بشري حقوقو او نورو قوانینو ته درناوی ولري.
افغان ولسمشر دا په ډاګه کړې چې طالبان دي نو په زور د کابل د نيولو خوبونه وي




t