د هالیووډ ستوری رابرټ نيرو په جنسي ځوروني تورن سو

د هالیووډ ستوری رابرټ  نيرو په جنسي ځوروني تورن سو

د هالیووډ یا انګلیسي سېنما نوموتی پخوانی فلمي ستوری او د اسکار جایزې ګټونکی رابرټ ډي نیرو د خپل پخوانۍ مرستیالې له لوري د جنسي ځوروني په تور تورن سوی دی اود هغه پخوانۍ مرستیالې محکمي ته د عدالت غوښتلو لپاره پر هغه عریضه هم کړي ده.

د یاد سېنمايي ستوری پخوانۍ مرستیالې ګراهم چیز پر هغه د جنسي ځوروني تور پوري کړی او په محکمه کي یې د عدالت تر لاسه کولو په موخه ترې د ۱۲ ميلیونه ډالرو غوښتنه کړې ده. ګراهم چیز رانسن تور پوري کړی، نوموړې ویلي دي چي رابرټ ډي نیرو څو کاله وړاندې هغه د جنسي امتیاز اخيستلو په موخه کارولې او پر ټيليفون یې ورته بد الفاظ کارولي دي.

یادي پخوانۍ مرستیالې پر ۷۶ کلن نیرو تور پورې کړی، چې یو وخت یې ورته شراب ورکړي وو او بیا ترې ناسمه استفاده کړې ده او په همدې خاطر د عدالت غوښتنه کوي، خو د رابرټ مدافع وکیل د هغه د پخوانۍ مرستیالې تورونه بې‌ بنیاده بللي دي.

رابرټ نیرو په جنسي ځوروني تورن سو

دا کیسي له هغه وخته راپیل سوې چي ګراهم د هالیووډ سېنما له وتلي اداکار رابرټ ډي نیرو سره په ۲۰۱۸م کال کي په یوې کمپنۍ کي په کار پیل وکړ او په لږ موده کي یې مرستیالې ته ځان ورساوه، خو اوس د دواړو اړیکې خرابې سوې او پر هغه یې دا ډول تورونه لګولي دي.

پاته دي نه وي، چي دا یوازي انګلیسي سېنمايي ستوری رابرټ ډي نیرو نه دي چي ورباندي د جنسي ځوروني دا ډول تورونه پوري کيږي. له دي وړاندي په بالیووډ او هالیووډ دواړو کي پر یو شمیر سېنمايي ستورو او د سېنما د برخي پر ډایریکټرانو د جنسي ځوروني تورونه پوري سوي دي. چي د همدي ناوړه عمل لپاره ( د مي ټو) په نوم د عدالت غوښتني یو غورځنګ هم جوړ سوي دي.



فلمي نړۍ هالیووډ
t