الله تعالی ته نه د انسان يا کوم قوم نوم اخيستل روا دي او نه د انساني صفاتو اثبات

الله تعالی ته نه د انسان يا کوم قوم نوم اخيستل روا دي او نه د انساني صفاتو اثبات

الله سبحانه وتعالى لوړ و برتر وبالا دی د مخلوق له اوصافو څخه، الله فرمايي: (لَیۡسَ كَمِثۡلِهِۦ شَیۡءࣱۖ وَهُوَ ٱلسَّمِیعُ ٱلۡبَصِیرُ) د هغه په مثل هېڅ شی نشته، هماغه ښه اورېدونکی، ښه ليدونکی دی.
[Surat Ash-Shura 11]

نو الله تعالی ته نه خو د انسان يا کوم قوم نوم اخيستل روا دي او نه د انساني صفاتو اثبات روا دی، يعنې
له مخلوق سره يې تشبيه ورکول روا نه دي، چا چې يې له مخلوق سره تشبيه ورکړې وي، هغه دې له الله څخه بښنه وغواړي.
او بې شکه الله ډېر غيرتي ذات دی، نبي صلى الله عليه وسلم فرمايي: ( أَتَعْجَبُونَ مِنْ غَيْرَةِ سَعْدٍ ، وَاللَّهِ لَأَنَا أَغْيَرُ مِنْهُ ، وَاللَّهُ أَغْيَرُ مِنِّي وَمِنْ أَجْلِ غَيْرَةِ اللَّهِ حَرَّمَ الْفَوَاحِشَ مَا ظَهَرَ مِنْهَا وَمَا بَطَنَ ) .
رواه البخاري ( ۶۹۸۰ ) ومسلم ( ۱۴۹۹ )

ايا تاسو د سعد غيرت ته حيرانېږئ؟ پر الله قسم زه له هغه څخه زيات غيرتي يم او الله تعالی له ما څخه زيات غيرتي ذات دی او د همدې خپل غيرت له وجې يې پټې او ښکاره بې حيايي او فحاشي حرام کړي دي.

خو بيا هم د الله غيرت د يوه انسان يا قوم له غيرت مشابه کول روا نه دي.
او که له چا څخه په تېروتنه کې، يعنې د ژبې د ښوييدنې او لغزش په وجه کوم لفظ د الله د شان خلاف وويل شي، يعنې قصدي نه وي، نو بيا هېڅ ګناه پرې نشته.
د صحيح البخاري په حديث کې راځي چې يو سړی په بيابان کې روان وي، سپرلۍ ترې ورکه شي چې پر هغې يې ټول سامان او خوراک څښاک هم وي، لټون يې وکړي، پيدا يې نه کړی شي تر دې چې پر خپل مرګ متيقن شي نو د يوې ونې لاندې څملي، سترګې يې ورشي، چې رابيدار شي، نو ګوري چې هغه سپرلۍ يې سره له سامانه په مخکې ولاړه ده، نو د ده له خولې څخه د ډېرې خوشالۍ په وجه بې اختیاره ووځي: اللهم أنت عبدي و أنا ربك، ای الله! ته مې بنده او زه دې رب يم.
نو دغه انسان سبقت لساني وکړ، نو پر دې نيول نشته.

مفتي عبدالولي



خدای ج مفتي نومونه ولي
t