ټرمپ: له بې معنی جګړو لاس اخلو

ټرمپ: له بې معنی جګړو لاس اخلو

ټرمپ بيا حيرانوونکې ټويټوته کړي او ويلي دي له قومي او بې معنی جګړو لاس اخلي او کومه جګړه چې کوي ګټي به يې هم
ټرمپ دا هم ویلي چې امریکا د تېر په څېر حماقت نه کوي چې د اروپايي هېوادونو او یا نور د امنیت لپاره د نړۍ ګوټ ګوټ کې جګړه وکړي.
دده په خبره اوس باید امریکا له ټولو بې مانا او مسخره جګړو ووځي.
ده له سوریې د خپلو ځواکونو دایستلو په اړه ویلي، چې دغه سرتېري د ۳۰ ورځو لپاره تللي وو خو اوس یې کلونه تېر کړل.
ټرمپ د افغانستان د روانې جګړې په اړه څه نه دي ویلي، خو ټینګار کوي چې داعش وسله واله ډله په ټوله نړۍ کې ماته سوې ده او وسله وال یې ختم سوي دي.
تر دې وړاندې له افغانستانه هم د امريکايي ځواکونو وتلو اوازه ګرمه وه، خو اوس يې د وتلو څرک نه لګيږي




t