فضل الرحمان د عمران خلاف اعتراضونه رهبري کوي

فضل الرحمان د عمران خلاف اعتراضونه رهبري کوي

ټاکل شوې، چې پاکستان زر د حکومت خلاف د پراخو لاریونونو کوربه شي.

د جمیعت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان، چې د دغو اعتراضونو مشري كوي، وایي په اعتراضونو کې به د عمران خان د حکومت د فسادونو او ناکردو خلاف د ملت غږ پورته شي.

د پاکستان صدراعظم عمران خان بیا وار د مخه دا اعتراضونه ناکام ګڼلي او ویلي، چې فضل الرحمان د اسلام له نومه تل ګټه اخیسته، خو نور یې نه شي او ماتې خوړلی سړی دی.




t