بهسودو کې ۱۳۲۰ تنو سره د کاري وسایلو مرسته وشوه

بهسودو کې ۱۳۲۰ تنو سره د کاري وسایلو مرسته وشوه

د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې ۱۳۲۰ تنو سره د دوه سوه څلور شپيته زره امريکايي ډالرو په لګښت د کاري وسايلو مرسته کيږي.

ددې ولايت د رسنیو مرکز وايي، د کليو پراختيا او بيا رغونې ادارې په چوکاټ کې د کليو اقتصادي پياوړتيا ملي پروګرام له لوري ۱۳۲۰ مېرمنو او نارينه و سره د دوه سوه او څلور شپيته زره امريکايي ډالرو په لګښت د کاري وسايلو مرسته کيږي.

د بهسودو ولسوال وايي، چې د ياد پروګرام له لوري به د ميرمنو ۱۰۷ او د نارينه و ۲۵ ګروپونو ته بېلابېلو برخو کې حرفوي زده کړې ورکړل شي، چې د زده کړو په پای کې به ورته کاري وسايل هم وويشل شي.

سرچینه د ولسوال له قوله زیاتوي؛ دغه پروګرام به په دې ولسوالۍ کې لس کاله دوام وکړي، چې د نهه ديرش شورا ګانو له لوري به پرمخ يوړل او په ترڅ کې به يې زرګونه کسانو ته د حرفوي زده کړو ترڅنګ د کار زمينه برابره شي.



خلکو سره مرسته ننګرهار
t