د امریکا او چین سوداګریز مذاکرات بیا پیلیږي

د امریکا او چین سوداګریز مذاکرات بیا پیلیږي

ټاکل شوې، چې د چین د لومړي وزیر مرستیال لیو خه د یوه پلاوي په مشرۍ زر د اقتصادي مذاکراتو په  موخه واشنګټن ته لاړشي.

د چین رسمي خبري اژانس شینهوا ویلي، چې دا سفر د امریکایي چارواکو په بلنه کیږي.

د سفر په اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي او نه ده معلومه، چې كله او د څومره و خت او کومو خاصو مسایلو لپاره به ترسره شي.

امریکا هم په دې اړه څه نه دي ویلي.

په وروستیو کې د دواړو هېوادونو اړیکې د اقتصادي ناندریو له کبله ترینګلي شوي.




t