کونړ: د ولايتي عوایدو کمېټې غونډه وکړه

کونړ: د ولايتي عوایدو کمېټې غونډه وکړه

په کونړ ولایت کې د ولايتي عوايدو ادارو سره د مرستیال والي ګل محمد بیدار په مشرۍ د ولايتي عوایدو کمېټې غړيو غونډه وکړه.

په دې ناسته کې د کونړ مستوفي محمد طاهر ساپي د عوایدو پر وضعیت او تحليل په اړه معلومات وړاندې کړل.

غونډه کې مرستیال والي ددې ولایت له امنیه قومندانۍ غوښتي هغه کسان د قانون منگولو ته وسپاري چې د مالیې له ورکولو تېښته کوي.

ده وویل ټولې عوايدي ادارې مکلفې دي چې د عوايدو د راټولولو په برخې کې جدي هڅې وکړي او که چېرې يوه اداره د مستوفيت له لوري د ټاکل شوي عوايدي پلان سره عوايدي کسر ولري، له سخت قانوني چلند سره به مخ شي.



خبرونه عواید کونړ
t