بهسود: د فارم هډې کمپ عالي لېسې کمپيوټر خونه فعاله شوه

بهسود: د فارم هډې کمپ عالي لېسې کمپيوټر خونه فعاله شوه

ننګرهار ولايت پوهنې رياست له لوري د بهسودو ولسوالۍ اړوند فارم هډې کمپ په عالي لېسه کې زده کوونکو لپاره کمپيوټر خونه فعاله شوه.

پوهنې رئیس حسيب الله شينواري وويل، چې د کمپیوټر زده کړه د اوسني عصر غوښتنه ده او اړینه ده چې زموږ زده کوونکي د نورو علومو تر څنګ کمپیوټر هم زده کړي.

نوموړي وويل:

«دغه کمپيوټر لیب د ځليدونکي ستوري ادارې په همکارۍ فعال شو، چې په کې پنځلس کمپيوټرونه دي او په يو وخت کې ديرش زده کوونکي په کې زده کړې کوي.»

ښاغلي حسیب د یادې لېسې له زده کوونکو وغوښتل، چې تر دولسم ټولګي پورې پر زده کړو بسنه ونکړي او لوړې زده کړې هم چې اوسمهال ورته تر بل هر وخت ښه زمینه برابره ده تر سره کړي.

ده همدا راز زده کوونکو سره د پوهنیز چاپیریال په اړه خبرې وکړې او ژمنه یې وکړه، چې ډېر ژر به د دې لېسې د اوبو او برېښنا ستونزه حل کړي.

ددې ولایت د رسنیو دفتر وايي، پوهنې رئيس او د ځلیدونکي ستوري مرستندویه ادارې ولایتي مسئول ثواب بهیر پر زده کوونکو د کمپیوټر زده کړې کتابونه او قرطاسیه هم وویشله.



بهسود خبرونه کمپیوټرخونه
t