عکس او څو خبرې

عکس او څو خبرې

دغه عکس ته که په ځلونو هم وګورم نه خسته کېږم، بلکې لا تازه کېږم. ځکه چې زه پکې، د سیرت النبي په مرسته، له نن څخه ۱۴۰۰ کاله پخوا زمانه ګورم؛ د دې ژوند هغه پړاو پکې ننداره کوم چې د انسانیت او لوړو اخلاقو همرنګي پکې حِسېده؛ لږ نور چې ورته ځیر شم؛ د رسول الله ص هغه وینا را په زړه شي چې یوې غزا ته د تګ پر مهال یې د مېوو په باغ کې د ړانده منافق د کنځاوو په ځواب کې خپلو ملګرو ته ویلې وه چې: “دا سړی رښتیا وايي، دا د ده شتمني ده، آسونه مو راوګرځوئ او د جنګ ځای ته به د دې لنډې لارې پر ځای د دښتې په اوږده لاره مزل وکړو…”
په عکس کې د علي کرم الله وجهه هغه وینا اورېدل کېږي چې د عمر فاروق رض له ټپي کېدو څو ساعته وروسته یې د سفر پر مهال یوه ډاکټر ته کړې وه چې: “ته بېرته ګرځېدای شې، ځکه چې خلیفه (عمر فاروق وفات شو). ډاکټر وویل: نو ته څنګه پوه شوې، موږ لا ورسېدلي نه یو؟ علي زیاته کړه: ته هغه وزه (چېلۍ) وینې چې په پردۍ ځمکه کې څر کوي، مګر عمر فاروق چې ژوندی و، نه یوازې د انسانانو ترمنځ عدالت و، بلکې حیوانات به هم ترې وېرېدل او د خپل څښتن له ځمکې پرته به یې د بل چا په پټي کې خوراک نه‌شوای کولی…”
دغه عکس چې لږ نور رانږدې کړم، باور وکړئ زه پکې د حضرت عثمان رض هغه خبرې لولم چې د خلافت پر مهال یې په خپل کور کې د بندي‌کېدو پر وخت خپلو ساتونکو ته کړې وې چې: “…کوم کار چې پیغمبر نه دی کړی زه به یې هېڅکله ونه کړم، نو دا باغیان پرېږدئ چې راننوځي، زما ځان دې ولاړ شي، خو چې د دوی وینه تویې نه‌شي…” هماغه وو چې په خپل کور کې د قران‌کریم د دغه آیت د ویلو پر مهال شهید کړای شو: [فَسَيَكْفيكَهُمُ اللَّهُ وَ هُوَ السَّميعُ الْعَليمُ]

زه په دغه عکس کې شته انسانان یو هم نه پېژنم؛ نه پوهېږم چې په کوم مرکز کې به یې زده‌کړې کړې وي؛ قسم دی که د یوه پر کرکټر هم پوهېږم، او نه یې لا درون راته معلوم دی، مګر د دوی بېرون (څېرو) ته په کتو مې دومره خبرې درته وکړې.
هو، ما خو دومره خبرې ولیکلې، مګر له اوسني وخت، اوسنیو علماوو او نننیو غورځنګونو سره د اسلام د ویاړلي تاریخ د دغو زرینو کرښو پرتله ستاسو کار دی؛ دا پوښتنې به تاسو ځوابوئ چې:
– د حق د لارې د هغو رښتینو لارویانو کوم صفت په موږ کې شته؟🤔
– هغه په اخلاقو او انسانیت د پوښلو انسانان کومه ځانګړنه او اغېز زموږ پر وجودونو لیدل کېږي؟🤔
– هغه خوږ وږمه څېرې به بیا رانه‌شي او د دین په‌ خاطر به ټول ننني حرکات چاڼ نه کړي، او زموږ پر عقلي قوت به لږ ګوتې ونه وهي؟؟🤔
– نه‌شي کېدای چې زموږ هر فعالیت هم د هغو عیني مجاهدینو غوندې د دین او وطن دواړو د آبادۍ په‌پار ترسره شي؟🤔

#اسلام هراړخیز غیرتي دین دی، مګر موږ پرې د نه پوهېدو له وجې خورا هراړخیز بې‌غیرته یو.

عصمت الله صالح



اسلام جالب عکس صالح
t