جلال اباد ښار کې يو شمېر پروژې بشپړې شوې

جلال اباد ښار کې يو شمېر پروژې بشپړې شوې

د ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار اتمه ناحيه کې د شپږ ميليونه دوه سوه دري پنځوس زره افغانيو په مالي لګښت ۸۲۵ متره فرعي سړکونه،۱۵۷ متره ويالې، ۶۴ متره کانال او ۲۳۷ متره استنادي ديوال تر جوړيدو وروسته ګټې اخيستنې ته وسپارل شول.

د ولایت مقام د رسنیو مرکز د معلوماتو له مخې د يادو پروژو چارې د ولسي ونډې په اخیستو سره د دويم ګذر سربند عالي شورا او شپږم ګذر محمدي صاحبزاده شورا له لوري تر سره شوې.

په يادو پروژو کې سلګونه کسانو ته درې زره اووه سوه اوه ديرش کاري ورځې رامنځته شوې وې.



بیارغونه جلال اباد خبرونه پروژې
t