د غور ـ هرات سړک د جوړولو پروژې په ګډون ۷ تدارکاتي موارد منظور شول

د غور ـ هرات سړک د جوړولو پروژې په ګډون ۷ تدارکاتي موارد منظور شول

د ملي تدارکاتو کمېسیون ۲۰۱مه غونډه د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ پرون د دوشنبې په ماښام ارګ کې ترسره شوه.

د تدارکارتو ادارې ویلي: د کمېسیون دې غونډه کې؛ ۱۲ تدارکاتي موضوګانو باندې بحث وشو چې په پاېله کې د غور ولایت څخه هرات ولایت پر لور د ۱۱.۷۱۰ کیلو مترو په اوږدوالي د سړک د جوړولو پروژې په ګډون؛ له ۲.۵ میلیارد څخه زیاتو افغانیو په ارزښت ۷ تدارکاتي موضوګانې منظور شوې.

سرچینه وایي، دې ناسته کې د کمېسیون د یو شمېر پخوانیو پرېکړو د لارښوونو د تحقق راپورونو باندې بحث وشو چې یو شمېر ېې د تائید وړ وګرځېدل.

یادې ادارې ویلي په تائید شویو هغو کې لاندې پروژې شاملې دي:

«د ټرانسپورټ وزارت اړوند د تخار ولایت له خواجه غار ولسوالۍ څخه تر دشته قلعه پورې د ۱۷ کیلو مترو په اوږدوالي د سړک د جوړولو پروژه. د انرژي او اوبو وزارت اړوند؛ د ماورای کوکچه د بیارغولو او د آرچي عمومي کانال د پروژې د ورکړې د منظوري وړاندیز. افغانستان لپاره د کوچنیو پورونو د پانکونې د ملاتړ ادارې (MISFA) اړوند؛ ننګرهار او پروان ولایتونو کې د بېځایه شویو فامیلونو د ملاتړ پروژو د تړونونو د ورکړې د منظوري وړاندیز.»

سرچینه زیاتوي؛ بل پلو د ملي تدارکاتو کمېسیون غړیو؛ د کمېسیون د ځینو پخوانیو پرېکړو د لارښوونو د تحقق راپورونو باندې بحث څخه وروسته بېرته ولېږدول؛ چې لاندې پروژې پکې شاملې دي:

«د کورنیو چارو وزارت اړوند؛ د پخوانیو ۳۱۰ ساختماني پروژو د تحقق راپور؛ چې د قرارداد له عقدولو پرته ېې کارونه شوي، – د ټرانسپورټ وزارت اړوند له چغچران څخه ګردن دیوال پورې د ۴۰ کیلو مترو په اوږدوالي د سړک د پاتې کار ونو د ترسره کولو پروژه، – د مخابراتو اومالوماتي ټکنالوژي وزارت اړوند د ریال ټایم ډېټا منجمنټ (RTDMS) د مشورتي خدمتونو پروژه، – د ښار جوړولو او ځمکې وزارت اړوند؛کندهار ولایت کې د حضرت عمر فاروق جامع جومات د کار د بشپړولو په تړاو؛ د پرېکړې تحقق، – د اوبو او انرژي وزارت اړوند؛ د شاه او عروس د اوبو لګولو او برښنا د تولید د بند په تړاو.»

د ملي تدارکاتو کمېسیون د غونډې له اجنډا سره سم؛ د کورنیو چارو او ملي دفاع وزارتونو کې د کابل-کاپیسا ساختماني شرکت او نوی سمیر بشیر لمېټید تجارتي شرکت لخوا د پانګې اچولو په تړاو راپورونو باندې بحث وشو؛ چې په پاېله کې کمېسیون لارښوونه وکړ چې د یادو شرکتونو لخوا دې د پانګونې په بدل کې د تدارکاتو طرح پلی کړی شي.

د ملي دفاع وزارت اړوند ۱۳۹۸ مالي کال کې د اړتیا وړ د سون لرګیو او ډبرو سکرو د تدارک پروژې په تړاو توضیحي یادښت هم؛ د ملي تدارکاتو کمېسیون لخوا منظور شو.

یاده اداره زیاتوي:

«د کورنیو چارو وزارت د پخوانیو ۳۱۰ ساختماني پروژو باندې بحث پر وخت؛ د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني؛ ټاکل شوي پلاوي ته دنده وسپارله؛ ترڅو د یادو تړونونو په تړاو تفصیلي راپور جوړ او په ډاګه کړي چې د دغو تړونونو له جملې څخه ېې څومره حقیقي دي او څومره ادعاوې شوي او همداراز هغه شرکتونه چې ادعا ېې ثابته نشي؛ باید څارنوالۍ ته وروپېژندل شي.»

سرچینه زیاتوي؛ د افغانستان لپاره د کوچنیو پورونو د پانکونې د ملاتړ ادارې (MISFA) پروژې د منظوري پر وخت؛ د ملي تدارکاتو ادارې ته لارښوونه وشوه؛ چې د دې په تړاو دې یو څرګند میکانیزم جوړ کړي او همداراز د ستونزو په تړاو دې مرسته کوونکې ادارې ته هم اړینه لارښوونه وشي.

د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژي وزارت اړوند د ریال ټایم ډېټا منجمنټ (RTDMS) مشورتي خدمتونو پروژې په تړاو؛ د ملي تدارکاتو کمېسیون پرېکړه وکړه؛ چې د یادې پروژې اړوند ټول سندونه دې د ملي تدارکاتو ادارې سره شریک شي.

دې ناسته کې د ملي تدارکاتو کمېسیون د غړیو سربېره ؛ د ملي تدارکاتو ادارې چارواکو، کورنیو او بهرنیو څاروونکو چې له ډلې یې د ملي شورا د مشرانو جرګې د مالی، بودجې او اقتصاد کمېسیون، د افغانستان د روڼتیا څار، او سیګار ادارې څاروونکو شتون درلود.



افغانستان تدارکات راپورونه موارد
t