کوز کونړ او کامې ولسوالیو د ستروسو باغونه جوړیږي

کوز کونړ او کامې ولسوالیو د ستروسو باغونه جوړیږي

د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د بڼوالۍ د زنځیري ارزښت د ودې د سکتور (HVCDSP) پروژه په کامې او کوز کونړ ولسوالیو کې د ۲۲ کروندګرو لپاره چې له یو جریب څخه تر پنځو جریبو پورې ځمکه ولري د ستروسو نمونه يي باغونه جوړوي.

د بڼوالۍ د زنځیري ارزښت د ودې د سکتور پروژه په لومړي پړاو کې د ستروسو (لېمو او مالټې) او په دویمه برخه کې د زردالو، شفتالو او الوچو باغونه جوړوي، چې د کرنې ریاست په غوښتنه به په نورو ولسوالیو کې هم فعالیت پيل کړي.

د یاد ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریس انجینر سمیع الله نصرت د باغونو په جوړول کې د شفافیت، حق حقدار ته سپارلو ترڅنګ له کروندګرو سره په ښې همغږۍ رامنځته کولو ډاډ ورکړ.



باغونه خبرونه ښیوه کامه
t