لغمان: د استیناف څارنوالۍ نوې ودانۍ کې د قرانکریم ختم ترسره شو

لغمان: د استیناف څارنوالۍ نوې ودانۍ کې د قرانکریم ختم ترسره شو

د لغمان د رسنیو دفتر وايي، ددې ولایت والي د استیناف څارنوالۍ په نوې ودانۍ کې د قرانکریم د ختم په مراسمو کې د ګډون سربېره د یادې ادارې بېلا بېلو برخو څخه لیدنه وکړه.

دا مراسم نن سه شنبه ترسره شوي دي.

د لغمان والي محمد اصف ننګ سربېره د استیناف څارنوالۍ رئیس سلام جان قلم یار، د مهترلام ښار وال، د کرنې او مالدارۍ رئیس او یو شمېر نورو ګډون کړی وو.

د لغمان ولایت د استیناف څارنوالۍ رئیس سلام جان قلم یار وویل، نوي جوړ شوي اداري تعمیر ته د راتګ سره یې د کارونو د برکت او د ستر رب د رضا په موخه د قرانکریم د ختم مراسم ترسره کړل.

هغه د لغمان والي ته ډاډ ورکړ چې ورځ تربلې یې کارونه د چټکتیا په موخه روان دي او ډیری څارنوالانو ته یې د دوی د ظرفیت لوړونې په موخه ګڼ روزنیز پروګرامونه هم برابر کړي دي.

د سرچینې په خبره؛ والي اصف ننګ د استیناف څارنوالۍ له رئیس مننه وکړه چې خپلې نوې اداري ودانۍ ته راتګ یې دستر رب د کلام له ختم څخه وکړ.

ښاغلي ننګ دغه راز د استیناف څارنوالۍ له رهبرۍ څخه مننه وکړه چې په خورا ښه ډول یې خپلې چارې روانې کړي.



استیناف څارنوالۍ نوې ودانۍ افغانستان خبرونه
t