اتلس کلنه جګړه؛ دا جګړه ختمول غواړي

اتلس کلنه جګړه؛ دا جګړه ختمول غواړي

پرون د امریکا پر مشرۍ د افغانستان د جګړې اتلس کاله پوره شو.هغه مهال د څوارلس کالو وم او د نهم ټولګي زده کونکی وم. په جګړه کې ځوانان شو، جګړه کې لوی شو او امید دی چې په سوله کې سپین ږیري شو.

یوه بې معنا جګړه د نړۍ ستر او علمبردار ملت له لوري د تروریزم سره مقابلې تر عنوان لاندې پیل شوه. امریکا د ملګرو ملتونو امنیت شورا څخه د مشروع دفاع تر عنوان لاندې د افغانستان جګړې جواز واخیست. امریکا نړۍ ته پنځه مهم عناصر چې باید ورته ورسیږو وړاندې کړل او د افغانستان جګړه یې پیل کړه. د ښځو حقوق، تروریزم سره مقابله، د مخدره موادو کنټرول، ښه حکومتداري او د بشري حقونو تامین هغه څه وه چې د امنیت شورا ۱۳۶۸ پریکړه لیک کې درج شوي وه او د افغانستان جګړه یې مجوز وګرځوله. نن ددې بدمرغه جګړې ۱۸ کاله پوره شو او په هیڅ یو عنصر کې د پرمختګ څرک نه لیدل کیږي. جګړه قوي شوه، د نړۍ فاسدترینو دولتونو کې وپیژندل شو، همدا اوس تقریبا درې میلونه معتادین لرو، د دنیا نا ا میده خلک شو او په ټوله کې حتی له انساني پرمختګونو محروم شو. د امریکا جګړه د خپل شعار سره په کامله معنا ټکر کې پریوته. ورځ تر بلې د جګړې لوګي او بوی زیاتیږي. د افغانانو پر کورونو ورختل او د خوب پر مهال یې وژل افغانانو سره د دښمنۍ بله معنی نه لري. د نظام په داخل کې له عادي ستونز را ونه وتو. د ملت جوړونې او دولت جوړونې دواړ فکټورونو کې له سترې ماتې سره مخ یو. د سولې بحث ډیر وروسته او په ناقصه توګه پیل شو. د بن کنفرانس پر مهال طالبان چې اوس ورسره امریکا خبرې کوي ، قصدا له نظامه وایستل شول او د بیا ادغام لپاره د بن کنفرانس کې ورته هیڅ نسخه وړاندې نه شوه. کله چې طالبان بیا راوټوکیدل او جګړه زیاته شوه ، نړیوالو پر خپلو ناکامو قدمونو قدم اخیسته او د سولې او سیاسي مذاکرې هیڅ پالیسي یې تعقیب نه کړه. امریکا د خپلو ستراتیژیو د تطبیق لپاره هیڅ بیلانس ونه ساته. بې بندوباره مرستې او له حساب او کتاب وتلې مرستې يی پر افغانانو وتپلې چې ګټه یې له ګوتو په شمار قراردادیانو څخه بل چاته ونه رسیده.

دا جګړه ختمول غواړي، ددې جګړې خاتمه کې باید نظام او ولس اوږه په اوږه کار وکړي او د وطن هر فرد د خپل آینده لپاره مدیون دی تر څو روانې بدبختۍ ته د پای ټکی کیږدي.

سید خالد سادات



افغانستان جګړه مقاله
t