کندهار:کروندګر وايي سږکال يې انار بازار نه لري

کندهار:کروندګر وايي سږکال يې انار بازار نه لري

سږکال د کندهار د انارو لپاره د بازار نشت او د پاکستان له لوري لوړ محصول د انارو باغ لرونکي له جدي اندېښنو او تاوانونو سره مخ کړي.
د کرني ریاست د معلوماتو له مخي په کندهار کي پر نهه زره هکتاره مځکي د انارو باغونه سته، چي سږکال يې محصولات یولک او اتیا اویا زره میټرک ټنو دی.
د کندهار ارغستان او ارغنداب ولسوالۍ دوې هغه ولسوالۍ دي، چي بې ساري انار لري.
په تېرو پنځو کلونو کي حکومت ژمنه کړې وه، چي د کندهار انار به د هوايي دهلېزونو له لاري نړیوالو مارکېټونو ته صادر کړي، خو اوس يې ان پاکستان ته صادرات سخت سوي او د لوړي ماليې په بدل کي وړل کیږي.




t