شپږيزه ليګ؛ امو نهنګان سپين غر ته ۱۶۲ منډې هدف ورکړ

شپږيزه ليګ؛ امو نهنګان سپين غر ته ۱۶۲ منډې هدف ورکړ

د امو نهنګان لوبډلې د شپږیزې کرکټ لیګ په دریمه لوبه کې د سپین غر زمریانو ته د ۱۶۲ منډو هدف وټاکه.

د امو نهنګان لوبډلې له لوري فضل ځاځي ډېرې ۴۹ منډې وکړې چې پر نوموړي سربېره عثمان غني او رحمت شاه هر یوه په ترتیب سره ۳۳ او ۲۵ منډې وکړې.

د سپین غر زمریانو لوبډلې له لوري ظاهرخان او وفادار مومند هر یوه دوه-دوه ویکټې ترلاسه کړې.




t