د ممتاز اورکزي نوی غزل

د ممتاز اورکزي نوی غزل

دا ستا پۀ څنګ کښې یم خو نۀ مې پرېږدي یار اندېښنه

ما نه اکثر غالبه شــــــــــــــــــــــــــــوې پۀ خمار اندېښنه

ورځ مې کــــــــــړه غوڅه غوڅه تېره، لکه مور خفه وي

درنه درنه شـــــــــــــــــــــــــپه تېروم لکه د پلار اندېښنه

چې پۀ ما کشـــــــــــــــــف شي نغمې پسې زما اندېښنه

پۀ تا شه کشـــــــــــــــــــف پۀ نغمې پسې د تار اندېښنه

زۀ که هر څـــــــــــــــــــــو تاته درتلم پۀ یکه زار و قربان

راســــــــــــــــــــــــــره غلي غلي تله پۀ ټوله لار اندېښنه

زما پۀ غـــــــــــــــــــــــــــاړه دے امېل د غوڅو شوو ژبو

مــــــــــــــــــــــــاته بیخي راپېښه نۀ ده د اظهار اندېښنه

وســــــــــــــوم لالیه، خو نۀ تور شوم، نۀ مې رنګ واړوو

خــــــــــــــــــــــــــپلې لمبې ته چا لیدلې د چنار اندېښنه

ممــــــــــــــــــتازه زۀ او جانان وار پۀ وار یو بل ته ګورو

ممــــــــــــــــــتازه دواړو ته ورلویږي وار پۀ وار اندېښ




t