يو داسې روبوټ چې مينه کولی شي

يو داسې روبوټ چې مينه کولی شي

تاسو به دا دوې خبرې ډېرې اورېدې وي، مينه او روبوټ. مينه خو هسې هم دې نړۍ کې پخوانۍ او خوږه کليشه شوې کلمه ده او د روبوټونو بازار هم نن سبا ګرم دی.

نړۍ کې ساينس پوهان هڅه کوي داسې روبوټونه جوړ کړي چې مکمل انساني خواص ولري، يا داسې کړنې ترسره کړي چې انسانان يې هم ترسره کولی شي.

اوس داسې يو روبوټ جوړ شوی دی چې مينه کولی شي.

جاپانۍ ګروو ايکس کمپنۍ د لووټ په نوم داسې یو ځیرک روبوټ جوړ کړی چې د انسانانو په څېر سترګې لري او داسې جامې یې هم ور ته پر تن کړي چې د ژوندي بدن په څېر احساس ورکوي.

که تاسې غواړئ مینه او شفقت لوړ کړئ، د لووټ په نوم دا ځیرک روبوټ له تاسې سره خورا مرسته کولای شي او دا کمپنۍ وايي، دومره ځیرک دی چې په کمه موده کې پایله ورکوي.

د دې روبوټ دنده اوس ۵۵۰۰ ډالره اعلان شوې ده.




t